لیکوال:محمدناصر حلیمي
۱۳.
بدمرغي
د قرآن متوازن او منتج تطبيقوونکی نه
بدبخته کېږي ځکه د دوی روح، عقل او ایمان ډاډمن، پیاوړی
او فاتح وي له اجتماعي ظلم، سپکو او کرغېړنو اخلاقو، بېلارې سیاستوالو، حکومتي ډب
(رکود)، اقتصادي بې ثباتۍ، حقوقي ظالمانه کرغېړن جریان، بې کیفیته ښوونه او روغتيا
ځپونکي جريان او نا امنۍ به یې نه تباه کوي.
ابن عباس رضي الله عنه وايي: «تضمن الله لمن قرأ القرآن، واتبع ما فيه أن لا يضل في
الدنيا ولا يشقى في الآخرة، ثم تلا هذه الآية( فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلا
يَضِلُّ وَلا يَشْقَى ) ».[1]
( الله تعالی د قرآن کریم د تلاوت
کوونکي ضمانت کوي چې په دنیا کې بېلارې او په اخرت کې نه بدمرغه کېږي او بیا دا
آیت تلاوت کړ: «چا چې زما هدایت ومانه او عملي کړ نه به بېلارې شي او نه به
بدمرغه».
[1]. الطبري ، محمد بن جرير بن يزيد بن كثير بن غالب الآملي ، أبو جعفر الطبري ، تفسير الطبري, ج 18ص 389.
No comments:
Post a Comment