لیکوال:محمدناصر حلیمي
پند بښل او تعادل
د خوب او تلاوت ترمنځ تعادل، انسان ته دا وړتیا وربښي چې خپلې
چارې کره او پوره پر مخ یوسي، هغوی چې خپل خوبونه د شپې نه پوره کوي د ورځې کارځای
کې خپل خوبونه پوره کوي، هغوى له
قرآن نه پند او عبرت اخستى شي، چې عاطفي او عقلي پوخوالى او توازن ولري، د انسان د
جسمي، روحي او عقلي روغتيا او پياوړتيا لپاره د خوب او فعاليت ترمنځ تعادل اړین
دى.
دا یوه
قاعده چې هر څوک څومره ښه خوب، تفریح او ښه لوبه کوي هغومره خپلې چارې په کره او پوره بڼه تر سر کولای شي. بې خوبي او ذهني ستوماني انسان له زرګونو
نورو عصبي او رواني رنځونو او کړاوونو سره مخ کوي، معاذ تر خپلې وسې پورته تلاوت
نه کاوه، چې پر اعصابو یې فشار رانه شي او اسلامي اخلاق عملي کړای شي. لاندې روایت
په دقت سره ولولئ!.
فَقَالَ:
«يَا عَبْدَ اللَّهِ، كَيْفَ تَقْرَأُ الْقرآن؟ قَالَ:
أَتَفَوَّقُهُ تَفَوُّقًا، ([1]) قَالَ: فَكَيْفَ تَقْرَأُ أَنْتَ يَا مُعَاذُ؟
قَالَ: أَنَامُ أَوَّلَ اللَّيْلِ، فَأَقُومُ وَقَدْ قَضَيْتُ جُزْئِي مِنْ
النَّوْمِ، فَأَقْرَأُ مَا كَتَبَ الله لِي، فَأَحْتَسِبُ نَوْمَتِي كَمَا
أَحْتَسِبُ قَوْمَتِي».[2]
[1]. شپه او ورځ لږ لږ تلاوت
کوم.
[2]. بخاري ، جعفي ، محمد بن
اسمعيل ، (الجامع الصحيح)، صحيح البخاري ، ج ۲ ، ص کتاب المفازي ، نمبر: 4341.
كِتَابُ المَغَازِي بَابُ بَعْثِ أَبِي مُوسَى ، وَمُعَاذٍ إِلَى اليَمَنِ قَبْلَ
حَجَّةِ الوَدَاعِ.
No comments:
Post a Comment