د احادیثو سمه تشریح


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د احادیثو سمه تشریح

«عن معاذ مرفوعا: لا تَرْفَعْ عَصَاكَ عَنْهم أدبا و أخفهم في الله».[1]

ظاهري ژباړه: (خپله امسا د خپلې کورنۍ د غړو له سره مه لرې کوه).

نور احاديث په نورو عبارتونو هم راغلي دي.

ظاهرا له دې حدیث نه داسې ښکاري چې د کور مشر به ډانګی په لاس ګرځي او د کورنۍ د غړو هره تېروتنه او اشتباه به په وهلو مجازاتوي.

روزل، پالل، مینه ورکول او پر کشر رحم چې د نبوي چلن بنسټ و او په سلګونو نبوي احادیث په دې اړه لرو، په پورته ظاهري معنا له دې ټولو سره دا حدیث ټکر لري.

خو د دین پخواني پوهان دې خبرې ته له پخوا نه ځير دي، د نبوي روزنې له غوښتنې سره سم يې دا حدیث معنا کړی او سم یې تشرېح کړی دی.

ابوبكر الدینوري المالكي رحمه الله ۳۳۳ه ق د دې حدیث معنا داسې کوي:

«اجْمَعْ أَهْلَكَ وَلا تُفَرِّقْهُمْ، وَالْعَصَا فِي هَذَا الْحَدِيثِ الْجَمْعُ»[2]. (د خپلۍ کورنۍ یووالی وساته سره يې مه جلاکوه، عصا راټولو ته وايي).

دوی سره یو موټی کړه، مشر او کشر ته د شفقت او درناوي مخه هواره کړه.

کورنی چاپېریال د علمي پرمختیا مینه ناک چاپېریال کړه.

یعنې داسې کار مه کوه چې دوی سره خواره واره شي، یا د دوی په منځ کې کرکه او کينه پیدا شي یو کبر کوي، وهل کوي او بل د سپکاوي احساس لري، وهل خوري بې عدالتي مه کوه، ظلم مه کوه په کور کې د دوی لپاره خواړه پخپله تياروه، چې د نورو خلکو هوجرو او دېرو ته لاړ نشي. ساتنه او روزنه یې داسې وکړه چې څوک یې درنه د خپلو شخصي ګټو وټو لپاره ونه کاروي د خويندو ورونو ترمنځ مینه پیدا کړه.

د دې عالم دلیل: د خوارجو په اړه ویل کېږي: «شَقُّوا عَصَى الْمُسْلِمِينَ ؛ فَرَّقُوا جَمْعَهُمْ، وَيُقَالُ: فُلانٌ شَقَّ عَصَى الْمُسْلِمِينَ».[3](د مسلمانانو یووالی یې له منځه یووړ او همداسې وایي: فلانی د مسلمانانو ترمنځ بېلتون راووست).

برقي وايي: "عصا د وهلو وسیلې ته نه وایي، ادب ته وایي" [4].

یعنې په روزنه کې استمرار او پرلپسې والی وکړه، یوه شېبه هم د خپلو اولادونو په روزنه کې غفلت او خیانت مه کوه.

كسَائي او نورو ويلي دي: "دا د وهلو لښته نه ده، په لښته د وهلو امر چا نه دی کړی دلته د"الْعَصَا" نه مراد ادب دی".

جوهري، برقي او کسايي د اسلام هغه ستر پوهان دي، چې د امام دینوري غوندې ستر عالم يې په وینا استدلال کوي.



[1]. دينورى ، أبو بكر أحمد بن مروان بن محمد القاضي المالكي ، المجالسة وجواهر العلم ، ج 4ص 372.

[2]. دينورى ، أبو بكر أحمد بن مروان بن محمد الدينوري القاضي المالكي ، المجالسة وجواهر العلم ج 4 ص 372.

[3]. دينورى ، أبو بكر أحمد بن مروان بن محمد الدينوري القاضي المالكي ، المجالسة وجواهر العلم ، ج 4 ص 372.

[4]. امام مالک بن انس ، موطأ مالك ج 4 ص 837 عربي متن يې داسې دی: قال الجوهري: "قال البرقي: لم يرد العصا التي يضرب بها ، إنما أراد الأدب". المعجم الوسیط: ص (۹) دارالنشر اللغة العربیة ، مکتبة البشری ، چاپ کال: ۲۰۱۳م ۱۴۳۴ه ق.


No comments:

Post a Comment