د قرآني هدايت پايلې


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د قرآني هدايت پايلې

قرآني هدايت لاندې محسوسې پايلې لري، هغه ټولنه چې قرآن پکې دود شي، عقلونه پکې رڼېږي، زړونه آرامېږي، جسمونه سالمه وده کوي، ټولنه منظم او منسجم شي، علمي، صحي او اقتصادي پرمختياوې رامنځته شي، قرآني هدايت دې ته نه وايي، چې په ټولنه کې د انسان وينه بې ارزښته، مال يې لوټ، عقل يې په مخدره، مفتره، مخمره موادو او استبدادي نظام له منځه لاړ، پت يې لوټ او دين يې کمزورى.. وي، يو څو نيمګړي عقده من قرآنپوهان يو پر بل ردونه کوي عوام ورته لاسونه پړکوي زنده باد او مرده باد ورته وائي. د مجلس مالکه پکې د قيادتونو او کوندونو ستائل او رټل وي دغسې تش په نامه پوهان یو څو احساساتي خلک ځان نه راټولوي او د غرور پر ګدۍ سپریږي؟! د مجاهد ولس معصوم بچیان به پر ډېرانونو ګرځي کاغذ او خس ټولوي او دی به ځان ته اوږده لقبونه او غوړ غوړ نومونه ږدي.


No comments:

Post a Comment