لیکوال:محمدناصر حلیمي
شفا بښنه او حافظان
طبابت
پیاوړې حافظې او طبي اخلاقو ته تر هر څه ډېره اړتیا لري، د قرآن کریم د حافظانو
حافظې پیاوړي د همدوی له لارې طبي
پوهه او طبي اخلاق دود شي.
د نړۍ د
طبابت د پرمختيا لپاره بايد د طب په برخه کې د قرآن کریم پر حافظانو ځانګړې
پانګونه وشي. هغه حافظ چې(۶۲۳۶) آیتونه زده کوي، نو کولای شي چې د طب پرمخ تللي
قوانین او اصطلاحات هم په اسانۍ سره زده کړي ؛ خو حافظان باید په لاندې معيارونو د
طبي روزنې ترڅنګ وروزل شي که د قرآن کریم پر حافظانو د طب په برخه کې په لاندې
شرایطو پانګونه وشي، زموږ طبي ستونزې به په لږ وخت کې ډېرې هوارې شي:
١. د قرآن
کریم لفظي ژباړه: قرآن کریم له مذهبي ناندريو، ګوندي تنګ نظرۍ او تاوتریخوالي نه و
ایستل شي او د بشريت د اړتیاوو د حل او د کایناتو د پېژندنې، حق اداينې او ودې په
موخه تدریس شي.
٢. د قرآن
کریم هر اړخيزه روغتیایي څېړنه او لوستنه.
٣. د صحي
آرونو او قرآني لارښوونو پرتلیزه لوستنه او څېړنه.
٤. په اتو
سمسترونو کې باید ټول صحي آيتونه او احاديث د يوه شنونکي څېړنیز ارګان له خوا
راغونډ او د پیاوړي شنونکي استاد لخوا په زړه پورې میداني منلې لیکنې په توګه
تدريس شي.
٥. په طب پوهنځي کې د اسلامي ثقافت استاد باید هغه څوک وي چې د طب سره نسبي بلدتيا ولري، ځکه چې پرته له مسلکي زده کړې د مضمون حق نه ادا کېږي.
No comments:
Post a Comment