لیکوال:محمدناصرحلیمي
۱۶.
بشري وړتیاوې په عمومي توګه دوه ډوله دي
۱. د کمیت له
پلوه: له صفره پیل تر ۱۸۰
پورې دي.
د کمیت له پلوه الله تعالی انساني استعدادونه بېلابېل پیدا کړي دي، خو د پېغمبرانو
وړتیاوې ډېرې
عالي وې.
۲. د کیفیت له
پلوه: انسان تحلیلي، ادبي، تخنېکي، سیاسي، اقتصادي، اداري، وړتیاوې لري.
پېغمبران
چې هم نړۍ ته راغلل، د
هرې زمانې اړتیا له بلې زمانې سره توپیر لاري، دهمغه
اړتیا د حل وړتیا یې درلوده. اوس مهال بشري نړۍ سیاسي، اقتصادي او صنعتي ستونزې لري د پېغمبر صلی الله
عله وسلم وارثان باید د دې دريو چارو عملي او منتج اتلان وي.
سلیمان
علیه السلام له کمي پلوه د ټولې نړۍ د رهبرۍ استعداد درلود ؛ له کیفي پلوه سیاسي
او اداري قوتونه پکې ډېر ځلېدلي وو. اوس هم د سیاسي او اداري چارو پرمخ وړونکو ته د
ده ژوند کامیاب او نورو ته د تقلید مرجع ده. که زموږ سیاستوال سورت النمل زده کړي، له ډېرو تېروتنو او
تېر ایستونکو له زیانه ژغورل کېږي.
که د ټولنې سیاسي ګوندونه د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو فطري
سیاسي کادرونه په نښه کړي، وده ورکړي د
نړېوال او
ملي سیاسي ثبات اقتصادي پرمختیا او توازن تضمینولای شي.
پخپل ژوند کې مې داسې سیاسي کړتن ولیدل، چې د څو
میلیوني ملت پر برخلیک غیر عالمانه کړتیږي او د
چا خبره"د
دوو خرو وربشې نشي بېلولای" او د یو ستر ملت پر برخلیک غږېږي، له هغو علمي
کادرونو ډېر زیات ګیله من یم چې دوی ته مداحي او په داسې نومونو يې ستايي چې دوی
يې تعریفولای نشي.
یوسف
علیه السلام د مالي نظام په عالمانه او سیستماتیکه بڼه د مال د انکشاف او ساتنې
وړتیا درلوده.
له فرصتونو استفاده، مالي منابعو
ته وده او بیا په توزیع کې يې د عادلانه تصرف، وخت او اړتیاوې له شتو امکاناتو سره
د برابرولو وړتیا درلوده.
اوس هم کوم کسان چې په فطري توګه د
مالي انتظام وړتیاوې لري، باید په ګوته او په همدې اړخ کې ورته وده ورکړ شي.
د اقتصاد، مالي او اداري پوهنځیو لپاره باید د یوسف
علیه السلام په نامه یو مډال وټاکل شي هر پوهنځی چې ټولنې ته لس تنه معیاري
اقتصادي شخصیتونه وړاندې کړي، ټولنه له اقتصادي کړکېچونو ژغورل کېږي.
نوح
علیه السلام په
دعوت کې،
د ګوندیمار، ناندرېمار او لانجه من قوم په اصلاح کې د لوی زغم وړتیا درلوده، اوس
هم باید داعي استعدادونه په ګوته شي او د نوح په څېر داعیانه روزنه ورکړه شي، چې د
بې لارو خلکو د اصلاح لپاره دومره اوږده زمانه مخالفتونه، د ناپوهو ولسونو د اصلاح
لپاره د ستغو او سپورو په مقابل کې د بیابیا ښېګڼو زغم ولري.
شعیب علیه السلام ته خطیب الانبیاء ویل کېږي. د داسې خطیبانو روزل چې د ولسونو
زړونه او عقلونه د ځان او نړۍ د بحر و بر د وچې او لمدې ښېرازۍ او ودانۍ ته په عملي او منتجه بڼه ځیر
او چمتو کړي. دا د
بشري پرګنو ستره اړتیا او د دیني مدارسو اساسي دنده ده.
داود علیه السلام د ښې حکومتولۍ وړتیا درلوده او دغه
وړتیا یې د خلکو د خدمت لپاره وکاروله.
د
داود علیه السلام د استعداد په اړه الله تعالی وايي: « وَشَدَدْنَا
مُلْكَهُ وَاٰتَيْنَاهُ الْحِكْمَةَ وَفَصْلَ الْخِطَابِ».[1]
(موږ
يې حکومت مضبوط کړ، حکمت او د پرېکړې توان مو
ورکړ).
د ټولګټو دریځ د خپلولو او په عملي بڼه ولس قانع کوونکي سیستم ځواک مو ور وباښه.
موسی
علیه السلام د ظالم پاچا له منګولو څخه د مظلومو ولسونو د ژغورلو، د تس نس قوم د
یو موټي کولو ځواک درلوده، د ټولنیز ثبات لپاره د ګڼو وړتیاوو ترمنځ انسجام او د
بوتپالو د استعدادونو استعمال د توحید په ګټه د بوتلمانځنې په زیان کارول د موسی
علیه السلام ځانګړې وړتیا وه.
هر
انسان باید قرآن کریم ولولي او د تطبیقي ژمنې پر بنسټ خپله
وړتیا پرې وغوړوي او د بشري اړتیاوو د حل او ستونزو رژولو لپاره خپله انساني دنده
مشخصه او ترسره کړي.
قرآن کریم د وړتیا د کمیت او کیفیت
د پېژندنې، هڅونې او پنځونې طبیعي لارښود دی.
اوس
عام انسانان چې د پېغمبرانو په تقلید ژمن دي، لامل
يې همدا دی چې د پېغمبرانو د پېژندنې له لارې دوی خپل استعدادونه پېژندلای شي او د
پېغمبرانو په بڼه په ټولنیزو چارو او فردي روزنه کې يې کارولای شي.
No comments:
Post a Comment