قرآن کریم د سیستم محورۍ، پرمختیا او ورورۍ کتاب


 لیکوال: محمدناصر حلیمي 

د سیستم محورۍ، پرمختیا او ورورۍ کتاب

هغه څوک یې چې تدریسوي باید له خلکو سره د خلکو په څېر برابر، برادر او عادلانه ژوند ولري او کبرجن نه وي، چې خلک یې لاسونه ښکل کړي، یا (ژوندی دې وي فلانی) ورته ووایي.

د مسلمان مېشتو هېوادونو د شرمېدلي سقوط او دردناکې ړنګېدا یو اساسي لامل دا دی چې د موخو، معیارونو، چارو او نتائجو پر ځای افرادو او اشخاصو ته زنده باد او مرده باد ویل کېږي.

زموږ تر ټولو ټولنیزه ناکاره او زیانمنه پدیده دا ده، چې کشران مشرانو ته د زنده باد شعارونه ورکوي، مشران هم همداسې خلک ځان ته نږدې کوي، همدا لامل دی چې مشران، ناصحان لېونیان ګڼي او چاپلوسان نابغه ګان. په ناکامو او بدنامو کارونو مشران ورځ تر بلې مضبوطیږي، پړسېږي په پښو درېږي او ولسونه خوسا، ناکاره او له پښو غورځېږي. د دې ناورین جبران یواځې د دیني درسونو د دود په بدلون شونی دی، چې درسي دود نبوي شي، نبوي دود ته د پورته آيت په لاندې فقرو ته ځیر شئ.

1. خلکو غوندي: «كَمَا اَرْسَلْنَا فِیْكُمْ رَسُوْلًا مِّنْكُمْ».

(څرنګه چې په تاسې کې مې ستاسې له ډلې پېغمبر رالېږلی دی).

د قرآن کریم معلم، استاد او ښوونکی د خلکو په منځ کې د خلکو غوندې ژوند ولري او له همدوی ځنې یو تن وي. د دوی پر درد دردمن او پر خوږ يې خوږمن وي، پرمختګ او سوکالۍ ته یې لېواله او اندېښمن وي.

رسول اللهﷺ له اصحابو سره ناست و یو سړی راغی، پوښتنه یې وکړه، په تاسو کې پېغمبر کوم یو دی؟.

دې سړي ځکه رسول الله ﷺ ونه پېژنده، چې له خلکو سره یې د خلکو غوندې ژوند کاوه. [1]

۲. د قران تلاوت: «یَتْلُوْا عَلَیْكُمْ اٰیٰتِنَا».معلومېږي، چې آیتونه مو ستاسو د پوهونې، ویښونې او روزنې لپاره ولولي.

شوکاني رحمه الله د تلاوت تعریف داسې کوي: «وَالْمُرَادُ بقوله: أنهم يعملون بِمَا فِيهِ، فَيُحَلِّلُونَ حَلَالَهُ، وَيَحْرِمُونَ حَرَامَهُ، مِنْ تَلَاهُ، يَتْلُوهُ: إِذَا اتَّبَعَهُ». [2] (د الله تعالی د دغه وینا (يَتْلُونَهُ) معنا دا ده چې دوی يې عملي کوي، حلال يې په عمل کې حلال او حرام يې په عمل کې حرام ګڼي، له (تَلَاهُ، يَتْلُوهُ) نه اخستل شوی، معنا يې عملي کول او پلي کول دي).

۳. تزکيه: «وَ یُزَكِّیْكُمْ».تزکيه په عربي ژبدود کې پاکۍ، للون، ودې او تندې ته وايي.

انساني عقل، روح، جسم، ټولنې او د دوی خپلمنځي اړیکې پاکوي، نېکو ویناوو، غوره چارو او ګټورو افکارو ته په وګړیزه، ټولنیزه او نړېواله کچه وده ورکوي. بدې ویناوې، بدې چارې او مضر افکار په وګړیزه، ټولنیزه او نړېواله کچه ترې لرې کوي. ښو ویناوو، غوره چارو او ګټورو افکارو ته يې په وګړیزه، ټولنیزه او نړېواله کچه ژمنوي او چمتو کوي.

۴.د کتاب علم: «یُعَلِّمُكُمُ الْكِتٰبَ». ( پر کتاب یې پوهوي).

په کتاب يې داسې سم وپوهوي، چې وهم، تخیلات او خرافات پکې ځای ونه لري. د پوهې پر اساس د چارو پرمخ وړل په خلکو او ټولنو کې پرمختیا راوستل.

امام مقدسي په دې اړه داسي وايي: « ومع عدم حضور القلب لا يحصل المقصود بالأذكار والمناجاة، لأن النطق إذا لم يُعِربُ عما فى الضمير كان بمنزلة الهذيان”.[3]

(هغه اذکار او مناجات چې عقل پری پوهـ او عاطفه پری حرکت ونه لري، موخه ترې نه ترلاسه کېږي، که خبرې د ضمیر ترجماني ونکړي تشې خبرې دي).

۵.حکمت: «وَ الْحِكْمَةَ»: د کتاب د تطبیق لارې چارې ورزده کړي. يعنې ددی کتاب د لوستونکي هر کار، هره وينا او هر حرکت بايد ګټور، خوندور او ښکلي وي.

۶. ښه راتلونکی:

«وَ یُعَلِّمُكُمْ مَّا لَمْ تَكُوْنُوْا تَعْلَمُوْنَؕ». (داسې څه ورته ښيي، چې مخکې پرې نه پوهېدل).

خلکو ته د راتلونکو بریو او ناکامیو لاملونه، وسایل او عاملین ورپه ګوته کړي. خلک په هغه څه پوهول چې نه پوهیږي، د قرآنپوهانو دنده دا ده، چې خلکو ته د ژوند په هر ډګر کې راتلونکي فرصتونه او زیانونه په ګوته کړي، د پرمختګ او پراختيا خنډونه، د خنډ عاملين، فرصتونه، وسائل او شخصيتونه ورته وښيي.

د بېلګې په توګه په افغانستان کې یتیم زېږه ټولنیز جوړښت او دوه میلیونه یتیمان لرو، څنګه يې وپالو چې د ټولنې د اوږو بار نشي او دپلار په نشت کې یې د سپکاوي په احساس شخصیت او سړیتوب له منځه ولاړ نشي.

په افغانستان کې کونډ زېږه سیاسي مشران او یو میلیون بې څوکه کونډې لرو څه وکړو چې دوی د خپلو بچیانو په رغنده پالنه او روزنه کې برلاسې شي او د هېچا وره او درشل ته ونه درېږي؟

په افغانستان کې پر حکومتي چارو مسلط قاچاقبران او درې میلیونه پوډریان لرو، د دوی د درملنې لپاره څه وکړو چې د دوی سړیتوب بېرته تر لاسه او کورنۍ يې له ځور او زیانه خلاصې کړو؟

په افغانستان کې بې کیفیته تعلیمي جریان، بې اغېزه روغتیايي سیستم، سرګردانه پلرونه، نهیلي میندې، بې ګټې اقتصادي نظام، بې احساسه سیاسي ژبور اجتماعي خوله ور ساحر مشران چې خپل ولسونه د خپلو ژبو په منتر کې راولي، په ناندریزو مستحباتو بوخت دیني پوهان لرو او دې ته ورته په زرګونو دردونه او په لکونو اسوېلي اورو

د پېغمبر رښتینی وارث هماغه دی، چې پورته پوښتنو ته عملي ځوابونه ورکړي. که عملي ځواب نشي ویلای عاقلانه او عملي طرح ورته ولري. که علمي او عملي طرح ورته نه لري په پلټنه کې بوخت وي. که پلټنه هم نه لري، له بحران تودوونکو سره همکاري او یاري ونه لري. پورته پوښتنو ته د تطبيقي او منتجو ځوابونو موندنه د قرآنپوهانو دنده او ژمنه ده.



[1]. عن أبي ظبيان قال حدثنا أصحابنا أنعم بينا هم مع رسول الله في سفر لهم فاعترضهم يهودي جعد أحمر متلفف بطيلسان فقال فيكم أبو القاسم فيكم محمد فقلنا إياك فلما انتهى إليه رسول الله قال يا أبا القاسم إني سائلك عن مسألة لا يعلمها إلا نبي فقال رسول الله سل عما شئت فقال من أي الفلحين يكون الولد فصمت رسول الله حتى وددنا أنه لم يسأله ثم عرفنا أنه قد بين له فقال من كل يكون.

قشيري مسلم بن الحجاج ، صحيح مسلم: ج ۱ص ۲۵۲.

[2]. الشوكاني ، محمد بن علي بن محمد بن عبد الله اليمني فتح القدير ، ج 1 ص 158.

[3]. ابن قدامه المقدسي ، احمد بن عبدالرحمن ، مختصر منهاج القاصدين ص ، 29.

No comments:

Post a Comment