ادب


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

ادب

«ترویض النفس علی محاسن الاخلاق»[1]

په درنو خویونو او سترو چارو د عقل، روح، روان او جسم روزنه او پالنه.

دلته د "ادبد کلمې په معنا کې د ترویض او ریاضت کلمه راغلې ده، چې موږ ورته سالمه روزنه، متوازنه پالنه او د ژوندانه په هر اړخ کې ګټورو لاس ته راوړنو ته د یو چا چمتو کولو ته وايو.

په انګلیسي کې تریننګ (Traninig) ورته وايي.

په تریننګ او روزنه کې استمرار، د تېروتنو سمون، د یوه خواخوږي، عالم او عادل انسان له خوا ترسرولو ته ادب وايي.

دا حدیث په حقیقت کې د اسلامي روزنې هغه بنسټ دی چې ټول روزنیز اصول رانغاړي، په دې شرط چې ژباړه یې د اسلام او ایمان له غوښتنو سره برابره وي، چې هغه سلامتیا بښل، امن ورکول او امن راوستل دي.

أَبُو عبيد وایي: د عصى نه مراد: (یووالی او خپلمنځي مینه ده). [2]

په یو هدفمن کار راټولول او د دوی ترمنځ د مینې پر اساس د ښو اړیکو ټینګول مراد دی.

كله چې یو سړی چېرته بستره خوره کړي او چېرته ډېر پاتې شي خلک وايي: ' قد ألقى فلان عصاه '[3]

فلاني خپله امسا کېښوده پښتانه وايي ډډه یې ولګوله څادر يې کېښود بستره یې واچوله همدلته مېخ شو.

نو د حدیث معنا دا شوه چې د خپلو بچيانو پالنې، نازونې او روزنې ته ځانونه
وقف کړئ.

عرب وايي: «إنه لين العصا». [4](فلانی نرمه امسا لري).

معنا چې د چارو په پرمخ وړلو کې نرم خویه، مشفقانه او صمیمانه چلن لري خپلې چارې مرتبې او پايلنې پر مخ بيايي.

نو د حدیث معنا دا شوه چې خپلو بچيانو ته مشفقانه، کریمانه، منظمه او مرتبه روزنه ورکړئ.

هغه رسول ﷺ چې د څارویو له وهلو خلک منع کوي، نو څنکه خلک دې ته هڅوي چې پرله پسې خپله لښته د ماشوم او ښځې له پاسه ونیسي د اسلام ټول تعلیمات چې را ټول کړې، همدې نتیجې ته رسېږې، چې اسلام پر خلکو د عقلي قناعت له مخې د مینې او مهربانۍ پر بنسټ درنې ویناوې او ګټورې چارې اجراء کوي ؛ نه په ظلم او استبداد.

«وَعَنْ عَبْدِ الله بْنِ عَمْرٍو رضي الله عنهما قَالَ: قَالَ رسول الله صلى الله عليه وسلم: مُرُوا أَوْلَادَكُمْ بِالصَلَاةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْعِ سِنِينَ، وَاضْرِبُوهُمْ عَلَيْهَا وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ، وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ فِي الْمَضَاجِعِ».[5]

(‌له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خپلو اولادونو ته په اوه کلنۍ کې د لمانځه امر وکړئ که یې نه کاوه، په لس کلنۍ کې یې ووهئ او بسترې يې بېلې کړئ!).

د دې حدیث لاندې موارد په نظر کې ونیسئ:

له اوه کلنۍ نه تر ۱۰ کلنۍ پورې يې څلور کاله د خپل اولاد په اړه پوره روزنیزه کړنلاره تطبیق کړه.

پخپله يې هم لمونځ وکړ او هغه یې هم لمانځه ته وهڅاوه.

له څلور کلن فعالیت نه وروسته یې که بیا پرې تاثیر ونه کړ، نو ویې وهه.

په نبوي دود له ماشوم سره څلور کلن چلن د لس کلن ماشوم عقلي عمر ۴۰ کلن هومره پخوي او پیاوړی کوي.

دا حدیث زموږ په ټولنه کې داسې دی لکه چې یو څوک ووايي:

«وَكُلُوا وَاشْرَبُوا». (خوراک او څښاک کوئ) باندې عمل وکړي او د آیت دا برخه وغورځوي، چې: «وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ». [6]( اسراف مه کوئ الله تعالی اسراف کوونکي نه خوښوي).

د ماشومانو په اړه د کورني، اجتماعي او تعلیمي مسؤولینو او مشرانو د غفلت او خیانت کچ تر جنایت لوړ دی. په لس کلن ماشوم لمونځ فرض څه چې واجب هم نه دی دا یواځې د دودولو (عادت) او زده کړې په موخه دی.

زموږ ټولنه د ماشومانو له روزنې او حق ادایېنې بې خبرې ده، پېمغبري نسخه پوره نه استعمالوي که یو انسان څلور کاله د خپل اولاد په روزنه کې خواري ونه کړي، هغه ته د لمانځه پر سر د وهلو اجازه شته؟!

نه هېڅکله نه.

ایا د حفظ، درس او سبق پر سر وهل له دې حدیث نه پر لمانځه قیاسېدای شي؟ نه هېڅکله نه.

او دلته پلرونو ته ویل شوي دي چې اولادونه د پلرونو د زړه ټوټې دي، طبیعي رحم او عاطفه پکې موجوده ده، عامو استادانو او ښوونکو ته نه دي ویل شوي ؛ ځکه له دوی سره پر ماشوم د رحم او عاطفې کوم طبیعي دلیل او تضمین نشته، ځکه موږ په تدریسي نظام کې د ډېرو ښوونکو د داسې ظالمانه شرمښ چلنه وهلو او رټلو شاهدان یو چې ځنګلي ځناور ترې توبه باسي چې له امله يې په سوونو زره ماشومان په عقلي، جسمي او عصبي خطرناکو ناروغیو ناروغه شوي دي.

د"رحمة للعلمين"خبره باید له ژوند سره په تړاو رحیمانه، کریمانه او عالمانه تحلیل شي.

شاعر څه ښه وايي:

درس معلم ګر بود زمزمه محبت           جمعه به مکتب آورد طفل ګريز پارا

(د استاد درس که د مينې نمونه شي      جمعه به هم تښتېدوني ځي مکتب ته)

نصاب ټولنې او ملت ته د حق ادایېنې سیستم وړاندې کوي، متاسفانه زموږ نصاب كې د (عبدالحميد مومند) د خپل وخت او شرايطو په حکم د ماشومانو د ښوونې و روزنې داسې انځور کاږي چې د ماشومانو د حقتلفۍ او د ټولنې د سقوط پیغام پکې پروت دی:

نازولی زوی نه اخلي ادب

او د سیوري نخل نه نيسي رطب

په زړه مهر په خوله قهر زوی ته بویه

څه ښه وايي چېرته ډب هلته ادب

تاسې پخپل کاله کې تجربه وکړئ! یو ماشوم چې ډېر ژاړي، د کور لوى واړه لاسونه سره یو کړئ او پوره مینه ناک چلن ورسره وکړئ. دا کار دوه اوونۍ وکړئ او پایله یې وګورئ چې ماشوم لکه د ګل غوندې غوړېږي او د بلبل غوندې د مشرانو زړونه پخپلو خوږو خبرو تخنوي.

باید په نصاب کې حقیقتپال نظریات او حقپال اشعار ځای شي، په دغسې اسلامي ټولنه کې د قرآني اهدافو پر خلاف باید هېڅ شی ونه لیکل شي، متاسفانه لا تر اوسه هم په مسجدونو او مدرسو کې د ماشوم ظالمانه او بې رحمانه وهل بند نه شو حتی داسې کسان شته چې د دې ستر ظلم پر مشروعيت شرعي دلایل تحریف او جاهلانه یې تاویلوي.

د ماشومانو د وهلو لامل پر ښوونکو ذهني فشار، د پوهنې د وزارت د بودیجې کموالی او په کموالي کې د غلا شتون، دا خبره له چا پټه نه ده چې د پوهنې وزارت مالي فساد تر ډېرو وزارتونو زیات دی.

زه د ډېرو با استعدا ده ځوانانو په فردي او اجتماعي ژوند کې د ځپونکو معلمينو اغزن، زهرجن او خطرناک فردي او اجتماعي زيانمن اثرات احساسوم، ناوړه پاېلې يې د هغو په افکارو، ویناوو او کړنو کې وینم او ډېر پرې ځورېږم، که عالمانه او عادلانه ټولنه جوړول غواړو له تعلیمي ادارو څخه باید د تاوتریخوالي زړی وچ کړو.

د یادونې وړ ده چې همدا حمید مومند د پښتو ژبې موشګاف شاعر ډېر نور ارزښتناک او له پیغامه ډک شعرونه لري، چې په دې لړ کې يې دا بل شعر د پام وړ دى:

په هغه لمانځه نمانځه نشي کانځه شي

چې دې سر وي په محراب مخ په رباب

په نصاب کې بايد حقیقت پال نظریات او حقپالې ویناوې او اشعار ځای شي، په افغانستان غوندې ځپل شوې ټولنه کې باید د قرآني اهدافو او ارزښتونو پر خلاف لیکنو څخه کلکه ډده وشي.



[1]. ابن ملقن اوبو حفص ، عمر بن علي بن احمد الانصاري اشافعي ، البدر المنير ، ج 8 ص 52. عربي متن یې: غَيره: يُقَال: « إِنَّه لم (يرد) الْعَصَا (الَّتِي) يضْرب بهَا ، وَلَا أَمر أحدا قَط بذلك ، وَلكنه أَرَادَ الأدبَ».

[2]. قَالَ أَبُو عبيد: «وأصل العصى: الِاجْتِمَاع والائتلاف».

[3]. الطبري، محمد بن جرير بن يزيد بن كثير بن غالب الآملي، أبو جعفر، تهذيب الاثار مسند عمر بن الخطاب
 ج1 ص 416.

[4]. الطبري ، محمد بن جرير بن يزيد بن كثير بن غالب الآملي ، أبو جعفر ، تهذيب الاثار مسند عمر بن الخطاب
 ج 1 ص 415.

[5]. أبوداود عبد الله بن سلېمان بن الأشعث الأزدي السجستاني سنن أبى داود ج 1 ، ص 185. کتاب الصلاه: متي يومرالصبي بالصلاة.

د حديث په صحت کې حديثپوهان اختلاف نظر لري: ترمذي وايي: حسن صحيح ، نووي وايي: حديث صحيح؛ خو الباني بيا وايي: اسناد يې حسن دي ، روايان يې له عبدالمالک بن ربيع بن سبره نه پرته ټول باوري دي او مستدرک دا حديث ضعيف ګڼلى.

[6] الاعراف٣١.


No comments:

Post a Comment