لیکوال:محمدناصرحلیمي
زده کړه ایز ظلم
تعلیم د
مور له نسه پیل تر مړیني پورې وي. څومره چې تعلیم د عمر له پلوه ځنډېږي او یا خنډ
ورته پيدا کېږي، هومره ستر ظلم دی. تعلیمي نصاب چې څومره انسان ساز، د وګړیزو اوټولنیزو اړتیاوو حل ته وړتیا پنځوونکی او د بشري پرګنو ترمنځ
انسجام راوستونکی وي، هومره تعلیمي عدل
دی درسي دود چې څومره لورنده وي، هومره عدل دى او څومره چې په زور، رټلو، دګلو او
وهلو وي، هومره ظلم دی.
په
لومړنیو زدکړو کې چې څومره تعلیم په مورنۍ ژبه وي، هومره عدل او څومره چې پردۍ ژبه
وي هومره ظلم دي.
زده کړه
چې څومره د زده کوونکيو له عقلي، عاطفي او جسمي حالت او عمر سره برابر او وړتیاوې يې د دوی د اړتیاوو هوارونکی وي، هومره
زده کړيز عدل دی او څومره چې د دوی له وړتیاوو سره برابر او له راتلونکو اړتیاوو
سره تړاو ونه لري، هومره زده کړیز ظلم دی.
په افغانستان کې ستر زده کړیز ظلم دا دی چې ښوونې او
روزنې او دارالمعلین ته د کانکور له لارې د وړتیا له پلوه هغه ډېر کمزوري شاګردان
د محصل په توګه جذبیږي او د ښوونکي ستومانتیا ډېره امتیازات او قدر يې په هېڅ
برابردی.
که د هېواد پرمختګ غواړو ښوونې او روزنې ته باید تر طب
او نورو علومو لوړ استعدا ده محصلین جذب کړو.
No comments:
Post a Comment