لیکوال:محمدناصر حلیمي
مسلمان د روغتيا مخکښ نه شو
زه چې کله
په قرآن کریم کې د انسان او انساني ژوند ارزښت او درنښت ته ګورم، پوښتنه را
ولاړیږي چې مسلمانان ولې د روغتيا په ډګر کې د نړۍ استادان نه دي؟ نو د تاریخ پاڼې
راته وايي: چې پخوا استادان واست، تاریخ ته مو مراجعه وکړه! کله چې مو قرآن کریم
ته مخ و، په اصولو مو عمل کاوه. په طبابت کې مو څومره ستر ستر شخصیتونه درلودل.
تاسې ابن سينا، رازي، ابن رشد ابن النفيس، فائزه عاصم الراوي، السکافي ابن الذهبي،
ابن قوسي، الزهراوي او په زرګونو داسې نور علماء، پوهان او فیلسوفان وګورئ. هغه
مهال اروپا د حکومتي ظالمو زورواکو او دیني مکرجنو مشرانو له لاسه د علمي بریاوو
په لور ځان نشو ښورولای او علمي حالت یې په مراتبو تر موږ بتر و، مګر کله چې فرعي
موضوع ګانو د اصولو ځای ونیوو، استعدادونه
ټول پکې مغرضانه شول، بیا له مادي او معنوي تنګلاسۍ سره مخ شو.
پخوانیو مسلمانانو د طبي تحقیقاتو، صحي حقایقو راسپړلو او د
وتلو او کادري علماوو روزنې او د رنځونو تشخیص او درملنې ته د دوا په تجویز کې رغنده
نړېوال نقش لوباوه.
خو چې
خبره موږ ته را ورسېده، پر ځاى يې يو مسلمان د بل مسلمان د ځپلو او زبېښلو لامل او
د مرۍ پري کولو اتل شو. زموږ هغه نوابغ چې په سلګونو او زرګونو خلک یې د ترجمې درس
ته کېني، باید د دولت له لارې يې د طبي درسونو دوه کلن تخصصي درس، څېړنې او مقایسې
مخه ورته هواره شي، چې د قرآن کریم د تدریس له لارې د
ولسونو په اړه د علماوو روغتیايي مسؤولیت ادا شي.
No comments:
Post a Comment