لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآن ټول انسانیت ته ذکر
له پند اخیستنې سره په تړاو ټولې عقلي او عاطفي وړتیاوې په
قرآن کریم کې يادې شوې دي. قرآن کریم د درنښت بښونکي، عزتمن
او لوراند پند، څپانده چینه، ستره پانګه او پرله پسې نسيم دی، چې په مينه انساني
وړتياوې راسپړي او پنځوي، مسلمانان
باید په سپېڅلي دعوتي احساس ټول انسانيت ته د ژوندانه په ټولو ډګرونو کې د پوهنيز،
روزنيز او ښوونيز پند سرچینه شي. انسانيت باید د قرآن کریم د دې عبرتناک درس له
ستر نعمته د مسلمان په لټۍ بې برخې نه شي. د مسلمانانو حرکات، سکنات، ناسته، ولاړه،
وینا، چپتیا، لیکنه، شننه، ستاینه، غندنه، شعر، نثر، .. عقل ويښونکي، روح پیاوړې
کوونکي اجتماع ته امن، سوکالي او پرمختیا راوستونکی وي ؛ ځکه چې قرآن کریم ذکر دی او ذکر ترې همدا غواړي.
No comments:
Post a Comment