لیکوال:محمدناصر حلیمي
۶.
عقلي وړتیا او قرآني پرمختیا
د تعلیمي نصاب، تدريسي چاپېريال، ښوونيز بهير د کيفيت لوړوالی د ټولنې د ژغورلو اساسي عناصر
دي، انساني عقل د مور و پلار وجود[1]،
د مور په نس، د مور په غېږ، کور، مسجد، وړکتون، ښوونځي او پوهنځي کې
يا وده کوي يا له منځه ځي د کمیت او کیفیت له پلوه د داسې چاپیریال معیاري کول د قرآنپوهانو دنده ده.
د انساني عقلونو د
ارتقاء په اړه موږ د عقل رڼوونکي قرآن ترڅنګ ژمن يو چې د انسانانو عقلي ارتقاء لپاره له نطفې تر مرګه لارسازي وکړو انسان چې له هرې
مرحلې تېرېږي، د همغې مرحلې د کره جوړښت دنده يې د قرآنپوهانو پر غاړه ده انسانان چې د ژوند په هر پړاو کې ځپل کېږي، د پېغمبرﷺ وراثت
ته منسوب خلک د مجرمانو په لیک لړ کې شاملیږي.
د اسلامي ټولنو د بدمرغۍ اساسي لامل د عقلونو د انکشاف په اړه بې پروايي او د احساساتو په
روزنه کې ګډوډي ده.
ښوونیز نصاب،
درسي چاپېریال، کورنی او ټولنیز تعامل، رسنۍ، محراب او ممبر چې څومره عاقلانه وي
هومره عقلونه وده کوي څومره چې ښوونېزې او روزنيزې مؤسسې زیاتیږي په
حقیقت کې د قرآن کریم او ایمان د زده کړې او تطبيق مخه هوارېږي څومره
چې باکیفیته عقل پنځوونکى او
د ژوندانه له
ستونزو سره اړوندې
مدرسې، لېسې،
وړکتونونه، پوهنتونونه زیاتېږي، همغومره د قرآن کریم زده کړې، پوهېدنې او پلي
کېدنې ته لار هوارېږي.
که د عقل له پلوه %٥٠ وګړي هر
اړخيز پرمختګ وکړي، نو د ټولنې ستونزې هم %٥٠ دي که د ټولنې %١٠٠ خلک له هره اړخه
پرمختګ وکړي، ټولنېزې ستونزې صفر ته راښکته کېږي همداسې د
قرآن کریم تطبيق.
كم عقلي تور
نه دی، چې چا ته يې پېغور کړو، کم عقلي رنځ دی، درملنه غواړي. درملنې ته
يې عالمانه طرح او اجتماعي عاقلانه خوځښت او د ګڼو متخصصينو، اداري
واحدونو او مالي منابعو ترمنځ انسجام، افهام او تفهيم متبادله او متوازنه همکاري او همغږي پکار دی.
حافظ ابن حيان بستي په (٣٥٤ ه ش مړ) د"روضة العقلاء و نزهة الفضلاء"[2]په
نامه د عقل په اړه داسې
جامع او هر اړخیز کتاب وليکه، چې په همغه پېړۍ کې
يې ساری نه وو، اوس یې هم چې لولې فکر کوې چې همدا اوس زموږ د عقلي نیمګړتیا په
درد دردمن عالم د مسؤولیت او ژمنې له مخې لیکلی نه پوهېږم چې ولې وروسته د عقل په اړه ليکنې بندې شوې؟!
زموږ د بدمرغیو ستر لامل دا دی چې دې ته ورته ارزښتناک کتابونه د مدارسو په نصاب کې نه دي
شامل.
دا کتاب د عقل په اړه حيرانوونکې خبرې او د قرآن او نبوي مرغلرو په رڼا
کې، کاڼي کرښې عبارتونه لري، چې يوه
جمله يې دا ده:«ولايتم دين امرء حتی يتم عقله»
(د انسان دینداري هله او هومره پوره کېږي، چې عقل يې پوره شي).
«و افضل مواهب الله لعباده: العقل».[3]
(عقل تر ټولو الهي ډالیو غوره ډالۍ ده).
که دې کتاب ته وده ورکړ شوى واى، اوس به اسلامي امت د بشري عقلونو د علاج او انکشاف باوري
سرچينې واى، لويديزه نړۍ اوس د عقلي پراختيا لپاره پياوړي
څېړنيز ارګانونه او پوهنتونونه لري، خو موږ د دې موخې لپاره يو پوهنځى یا یو څېړنيز ارګان هم نه لرو زموږ د ټولنيز جوړښت، نصاب، ښوونیز، روزنیز او سياسي جريان لوى عيب دا دى، چې د خلکو پر
عواطفو پياوړى کار کېږي او عقلونه له پامه غورځول کېږي، همدا لامل دی چې هره کرغېړنه طرح
د خپلو ټولنو د ګټو پر ضد زموږ د ټولنو د پوهانو
له لارې پلې کېږي همداسې چې جسم سپورت، متوازنې غذا او د روغتيا
ساتنې د مراعاتولو له لارې، روح د عبادت خدمت او رياضت له
لارې، عقل د باکيفيته
زده کړې او د سالم عالم چاپېریال له لارې پياوړې کېږي د کم عقلۍ د تشې ډکولو لپاره باید د
حکومت او پوهانو له خوا ګډ تدابیر ونیول شي، د عقلي پراختيا له لارې کم عقلي له منځه یووړل شي څومره چې نصاب، ښوونکي او تعليمي چاپېريال عاقلانه او عالمانه وي همغومره عقلونه پراختيا مومي او څومره چې جاهلانه
وي، ښوونيزې مؤسسې هومره بيکاره، ګړبن او د ټولنې د اوږو بار ټولنې ته وړاندې
کوي، هر قوم هومره اړ او د نورو د اوږو بار دى، څومره یې چې عقل له ودې پاتې وي خو څومره
چې یې عقل انکشاف وکړي، همغومره د حقونو کره ادا ته ژمن او ايماني غوښتنو پلي
کولو ته چمتو دى متأسفانه زموږ روزنيز ارګانونه او ښوونيز بهير د عقلي انکشاف توان
نه لري سره له دې چې قرآن کریم پرې ډېر ټینګار کوي، نصاب، ښوونکي او درسي چاپېريال
په سلګونو بدلونونو، نوښتونو او پرمختګونو ته اړتيا لري چې د بشري عقل د کارنده
انکشاف جوګه شي قرآن کریم د لارښوونو پلي کول د انسان عقل، روان او روح ته رڼا، قوت
او پرمختګ وربښي او د انسانانو د عقلي پياوړتیا، رواني ثبات او جسمي
وړتیا په تناسب وده کوي.
البته ایمان، باطني سپېڅلتیا، د قرآن کریم عالمانه او کریمانه لوستل، عاقلانه تحلیل، دقت او د عملي پایله
والو پرمختياوو لپاره لار هوارول يې اساسي شرطونه دي، چې د پوهنې، عالي تحصيلاتو، اوقافو وزارتونه او علمي ستر کادرونه د همداسې
تعليمي مؤسسو په جوړولو مکلف دي.
«وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ
الْكِتَابَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُوا فِيهِ وَهُدًى
وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ (٦٤) وَاللَّهُ أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً
فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَاٰيَةً لِقَوْمٍ
يَسْمَعُونَ"النحل: ٦٥-۶۴.
(موږ دا كتاب پر تا له دې كبله نازل كړی دى، چې ته هغه
اختلافونه دوى ته په حقيقې بڼه په ګوته كړې، چې
دوى پرې اخته شوي دي. دغه كتاب هغو خلکو ته د لارښود او رحمت په
توګه نازل شوی دى چې ويې مني، تاسې په
هر ورښت كې وينئ چې الله تعالی له اسمانه اوبه ورولې او ناڅاپه يې د هغو په بركت
په مړه ځمكه كې ساه وپوکلې. په باوري ډول د زمکې ژوندۍ کول د هغه قوم لپاره
روښانه لار ده چې آوري).
د زمکې ابادي، د غلو، دانو شېدو،
مستو، پېرويو، پنېرو، شومړو، مسکې او مېوه جاتو فریماني بشري پرګنۍ د هدایت هسکو
څلو ته رسوي.
[1]. د اوم او سپرم مرحله.
[2] . علوم اکادمی وژباړه استاد...
[3]. ابن حبان ، ابو حاتم البستي محمد بن حبان بن التميمي ، روضة
العقلاء و نزهة الفضلاء ، ص ۸.
No comments:
Post a Comment