لیکوال:محمدناصر حلیمي
پند بښانده علماء او ماشومان
مسجدونو
او عالمانو ته خلک په ډېره مینه، ځانګړي اعتماد او لويې هېلې سره خپل بچي د سالمې دیني روزنې په موخه لېږي.
دیني عالمان د دې ځلېدلو مرغلرو په اړه دنده لري چې دا
مرغلرې او د ګل غوندې معصوم ماشومان او غوړيدلي ګلان د قرآني تعلیماتو په زرینو پلوشو ښکلي او پياوړي کړي او داسې يې وروزي چې په لنډ وخت او لږه
انرژۍ د بشريت په عقلي او عاطفي قوتونو کې د هدايت لمر را وخیژوي، د مهربانۍ او
علم چینې پکې داسې را وخوټوي چې د دوی د جسم عقل او روح په شاړو دښتو کې د لوړو انساني اخلاقو مثمر نیالګي زرغون کړي، بشريت
يې په څانګو، ګلونو او مېوو خپل تریخ ژوند خوږ او سرګردانه ژوند مطمئن کړای شي. نه
دا چې د مذهبي تعصب او ګوندي عناد په رنځ رنځور شي. د ناندریزو مستحباتو د تشریح
او توضېح او د ړندو سياستونو د رد او تائيد اتل او پر خپلو مخالفینو لویانو خپل
-لیس بشيئ عِلم سره ټاپې ولګوي او قاضي شي.
ځکه خو
الله تعالی خپل پېغمبر ته وايي: چې لوی، با استعدا ده او با نفوذه ابوجهل پرېږده
او هغه عبدالله ابن مکتوم ته مخه او وخت ورکړه، چې د زړه او عقل سترګې يې رڼې دي، که
د سر په سترګو څه نه ګوري. د دې لپاره چې قرآن کریم نړېوال ذکر دی، د قرآن کریم د زده کړې لپاره همداسې نړۍ پال،
پراخه، ویښ دماغونه او زړونه وروزي چې خلکو ته لار سازه شي.
«حم (١) وَالْكِتَابِ الْمُبِينِ (٢) إِنَّا
جَعَلْنَاهُ قُرْاٰنًا عَرَبِيًّا لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ (٣) وَإِنَّهُ فِي أُمِّ الْكِتَابِ لَدَيْنَا لَعَلِيٌّ حَكِيمٌ (٤)
أَفَنَضْرِبُ عَنْكُمُ الذِّكْرَ صَفْحًا أَنْ كُنْتُمْ قَوْمًا
مُسْرِفِينَ (٥) وَكَمْ أَرْسَلْنَا مِنْ نَبِيٍّ فِي
الْأَوَّلِينَ (٦) وَمَا يَأْتِيهِمْ مِنْ نَبِيٍّ إِلَّا
كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ(۷)».[1]
(پر دی
څرګند كتاب قسم، موږ دا قرآن کریم عربي کړى دى، چې تاسې پرې وپوهېږئ دا په ام
الكتاب (لوح محفوظ) كې ثبت دى، د لوړې مرتبې خاوند او له حكمته ډك كتاب دی. نو ايا
موږ له تاسې نه په بېزارېدو تاسې ته د نصيحت یادونه وکړو او یواځې له دې امله یې
پرېږدو، چې تاسې له حده تېر شوي خلك ياست؟ پخوانیو تېرو قومونو ته هم ډېر پېغمبران
لېږلي دي، هېڅكله داسې نه ده شوې، چې كوم پېغمبر هغوی ته راغلى وي او هغوى پرې
ملندې نه وې وهلي).
بې ایمانه
خلک د تعصب او عناد تر شا خپل بصیرت او عقلي قوتونه په کار
اچوي. درغلۍ، وسوسې او ظالمانه سیستمونه حاکموي. په پروپاګند او
تبلیغاتو د دې ستر پند د نوم بدۍ هڅه کوي، خو د کفارو د پروپاګند پرضد پروپاګند د
مؤمن وظیفه نه ده. مؤمن د خپل دین د علمي تشریح او عملي لاسته راوړنو د ښودلومکلفیت لري. مسلمان د بدانو وياند نه دى چې د
هغوى بدي او بد اړخونه تحليل، تجزيه او بيان
کړي.
مؤمن د
داسې نړيوالې نقشې د تطبیق لپاره خپل عقلي، روحي او جسمي قوتونه پکار اچوي، چې د
ټول بشريت نجات پکې نغښتی وي.
د فرعون
مؤمن وزیر چې د ایمان ډیوه يې په زړه کې بله وه، دې پایلې ته رسېدلی و چې د اسلام
دین د ټولنې دنجات، د وګړو د خونديتوب او د نړۍ ژغورنې دین دی، د فرعوني نظام د
بدیو لړلیک نه بیانوي بلکې د اسلام نجات بښونکي پېغامونه د دولت کابينې ته ښکاره
کوي.
«وَيَا قَوْمِ مَا لِي أَدْعُوكُمْ إِلَى النَّجَاةِ
وَتَدْعُونَنِي إِلَى النَّارِ».[2]
(ای قومه! څه راباندې شوي چې زه مو نجات ته رابلم او تاسې مې
اور ته)؟ د
فرعون کابينه پدې پوهيده چې د فرعون په استبدادي او ظالمانه نظام کې څومره بشري
وړتياوې طبعي سرچينې، انساني متبادلې حسنه اړيکې ورستېږي
او سوځېږي.
متل دی، وايي: (زه دې په سمه ګرځوم، ته ځې په
غرونه).
رښتیني او
واقعي مؤمنان بشريت ته د دې قرآن د لارښوونو او اهدافو د ترلاسنې لپاره عالمانه او حکیمانه هڅه کوي، چې د اسلام د
دښمنانو پوچ پروپاګند د خلکو د عقلي ارتقاء او روحي سپېڅلتیا مخه ډب نه کړي او د
خلکو په عملي ژوند کې پروپاګند بې اثره او درواغژن سوګند بې تأثيره شي.
«وَإِنْ يَكَادُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَيُزْلِقُونَكَ بِأَبْصَارِهِمْ
لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَيَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ (٥١) وَمَا هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِلْعَالَمِينَ».[3]
(كله چې
دا كافران ذکر (قرآن کریم) اوري، نو داسې در ګوري چې پښې به
دې وښويوي او وایي چې دى هرومرو لېونى دى، په داسې حال كې چې دا خو د ټولو نړيوالو
لپاره يو ذکردى).
No comments:
Post a Comment