لیکوال:محمدناصر حلیمي
د شاګرد نازونې پند
کله چې
موږ له کوره بهر ستومانه کېږو یا خپه کیږو، نو د هوساينې او خوښۍ لپاره کور ته راځو، خو پېغمبرﷺ د قرآن کریم زده کوونکيو ته دومره مینه ورکوله چې یو صحابي
رضي الله عنه ورته وایي: ای د الله تعالی رسوله! زموږ زړونه په کور کې تنګېږي ؛ خو
چې تاته راشو زړونه مو باغ باغ شي.
تا ته راشمه زړګى زما فــــــارغ
شي
بې له تا مې اندېښنې د زړه مارونه
بل صحابي رضي الله عنه ورته وايي چې که په جنت
کې له تا سره ونه اوسو څنګه به شي!؟
«وعَنْ
أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ أَنَّ رَجُلاً قَالَ يَا رسول الله مَتَى السَّاعَةُ قَالَ «وَمَا أَعْددتَ لِلسَّاعَةِ». قَالَ لاَ إِلاَّ أَنِّى أُحِبُّ الله
وَرَسُولَهُ. قَالَ «فَإِنَّكَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ». قَالَ أَنَسٌ فَمَا
فَرِحْنَا بِشَىْءٍ بَعْدالإِسْلاَمِ فَرَحَنَا».[1]
(له انس رضي الله عنه
څخه روايت دی، چې يو سړى محمدﷺ ته راغى او ورته ويې ويل: چې ای د الله تعالی
رسوله!ﷺ قيامت څه وخت دی؟ محمدﷺ ورته وويل: تا ورته څه تياری کړی دی؟ صحابي ورته
وويل: چې نور تیاری خو نه لرم، خو له الله تعالی او د هغه له رسول ﷺ سره ډېره مينه
لرم ؛ نو محمدﷺ ورته وويل: «إِنَّكَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ ». څوک چې درته ګران وي،
همغه سره به يې).
د جنت خوږې او ښایسته حورې، ښکلې ماڼۍ او ښکلې منظرې د دې
صحابي زړه ته هومره ډاډ او مینه نشي بښلای، لکه د قرآن کریم استاد محمد مصطفیﷺ
چي يې بښي. د قرآن کریم
زده کوونکيو ته د داسې لوراندو، مينه ناکو او هوښیارو استادانو اړتيا ده.
د قرآن کريم د استادانو عقلي او عاطفی کچه همدومره پخول
او هسکول غواړي.
No comments:
Post a Comment