جنسي ظلم


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

جنسي ظلم

جنسي غریزه په ټولو ژوندیو کې یوه فطري وړتیا ده، د جنسي غریزې د طبیعي مړښت لپاره باید مشروع لارې چارې دود شي، ودونه بايد اسانه، ارزانه او د معنا له پلوه درانه شي، ودونه ساده او کم لګښته شي، د ودونو لپاره اسانتیاوې برابرې شي.[1]

«عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها قَالَتْ: «أَعْظَمُ النِّكَاحِ بَرَكَةً أَيْسَرُهَا مَئُونَةً فَقَالَ لَهُ أَبِي: أَعَائِشَةُ أَخْبَرَتْكَ عَنْ رسول الله ﷺ، فَقَالَ: هَكَذَا حُدِّثْتُ وَهَكَذَا حَفِظْتُ ».[2]

(عايشه رضي الله عنها روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: د هغه نکاح برکت ډېر دی چې لګښت یې لږ وي، پلار مې راته وویل: عایشې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبره درته وکړه، هغه وویل همداسې راته وویل شو او همداسې مې یاده کړه).

زما په نظر د ودونو د ښې لارښوونې لپاره دې د سترو علماوو او سترو کادرونو له لوري د عالمانه لارښوونې او سمبالنې لار هواره شي. د ښځینو روزنه دې داسې وشي، چې خپل خاوندان دې ته اړ کړي چې نا پالندويه ښځې، په تېره کونډې او کور ناستې پېغلې نکاح کړي داسې ونه وايي چې بن را باندې راغله داسې ووايي چې یوې ناپالندويې ته مې پالندوی وموند.

البته انتخاب باید عاقلانه وي، داسې ښځه په داسې شرایطو د کور بنه نشي، چې کور د جنجالونو او شخړو کور کړي په دوهم واده کې د حال پر ځای راتلونکي په تېره د بچیانو روزنې ته ډېر فکر وشي.



[1]. د جنسي موضوعاتو سمبالنه او مدیریت د دیني علماءو بنسټیزه دنده ده چې باید منظمه تطبیقي طرح ، اسانه سیستم او کاري تشکیل ورته جوړ كړي ، ډېر دردمن علمي کادرونه ورسره په همکارۍ ژمن شي ، دولت ، ملي او نړويوال حقوقي ارګانونه يې ملاتړ وکړي ، د دې ستر ناورین په مخنيوي کې به د دوی ونډه په زړه پورې او ګټور شي او نورو ټولنیزو ارګانونو ، څېړنتونونو او پوهنتونونو ته د رغنده تقلید وړ شي.

[2]. الطياليسي ، سلېمان بن داود بن الجارود ابوداود ، مسند أبي داود ج 3 ، ص 46.


No comments:

Post a Comment