لیکوال:محمدناصر حلیمي
ښاروالي او قرآن کریم
ښاروال باید داسې انسان وي چې علم يې تر ایمان او ایمان
یې تر علم پیاوړی وي، عقل یې تر عاطفې او عاطفه يې تر عقل پیاوړې وي، دا مسلمانانو
ته ستر شرم دی چې د دوې د هېوادونو ښاروالان د ښاروال کېدو له لارې په بډو
ملیونران کېږي، د ښار د پرمختګ مخې ته د خنډ کېدو له لارې عام خلک تنګوي چې ده ته
رشوت ورکړي او دی په یو کال او دوو کلونو کې ملیاردر او ملیونر شي، اسلامي نظام د طیب
ښار په جوړولو ژمن دی، طیب ښار لپاره داسې ښاروال په کار دی چې تر ژمن طبیب او ژمن
خطیب نېکې ځانګړنې يې پخې، درنې او ګټورې وي، د طیب ښاروال له لارې طیب ښار
رامنځته کېدای شي، ، سره له دې د قرآن کریم
د نزول پرمهال بشري نړۍ د پاکۍ او ناپاکۍ له پلوه د ښارونو له وېش څخه بې خبره وه،
قرآن کریم هغه مهال د ښار ژوند د سیسیتمونو لپاره چې بشري نړۍ لا له دې توپیرونو
سره ناآشنا وه قواعد وضع
کړي وو.
راځئ
لاندې آیت ولولئ او پکې دقت وکړئ چې قرآن کریم د ښارونو توپیر او ښاري ژوند یې څه ډول ښودلی
دی؟ «وَالْبَلَدُ الطَّيِّبُ يَخْرُجُ نَبَاتُهُ بِإِذْنِ
رَبِّهِ وَالَّذِي خَبُثَ لَا يَخْرُجُ إِلَّا نَكِدًا كَذَلِكَ نُصَرِّفُ
الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَشْكُرُونَ».[1]
(پاک ښار
د خپل رب په امر هر څه زرغونوي او هغه ښار چې خبیث شي، بې ثمره تولید لري، خپل
آیتونه موږ هغو ته بیانوو چې شکر باسي).
په پورته
آیت کې الله تعالی ښارونه دوه ډوله ګڼي:
No comments:
Post a Comment