لیکوال:محمدناصرحلیمي
اخلاقي ظلم
کله چې
ټولنیز جوړښت داسې رامنځته شي، چې چارې له خیانت، درواغو، ظلم، غصب، غلا، اختلاس، ریا
ځان پالنېاو د بل
زيانمنونې پرته پر مخ نشي تلای ستر اخلاقي ظلم دی.
کله هم چې
ملت د زر، زور او تزویر په دام کې ښکېل شو، ارزښتونو خپل حیثیت له لاسه ورکړ، سیاسي
چارې د کم عقلو، بدپالو، ډنډه مارو، پرديپالو او ځپونکيو سیاستوالو لاس ته ورغلې، اخلاقي
ارزښتونه زړونو او فکرونو ته لار نشي موندلای، همدا لامل دی، چې د اخلاقو له پلوه
پریوتي ولسونه تل د ذلت ترخې تجربې يو د بل پرځپلو تکراروي.
د بني
اسرائیلو او نورو وګړو او
ولسونو کیسې چې په قرآن کریم کې ولولئ له څومره ذلت
سره چې مخ شوي دي لامل یې قرآن کریم اخلاقي رکود ښيي او بس.
قرآن کریم ۱۵۰۴ آیتونه د اخلاقو په اړه راغلي دي، د دې آیتونو
خلاف چارې او ویناوې ترسرول ستر ظلم دی.
No comments:
Post a Comment