لیکوال:محمدناصر حلیمي
بشرپالنه د ذکر او دعاء د قبلېدو بنسټ
لفظي ذکر هله الله تعالی ته منل کېږي او نتایج پرې مرتب
کېږي چې بشري حقونه اداء شي.
ایوب علیه السلام الله ته داسې وايي، لاندې روایت په دقت
سره ولولئ!
« اللهم إن
كنت تعلم أني لم أبت ليلة قط شبعا وأنا أعلم مكان جائع فصدقني فصدق وهما يسمعان ثم
قال اللهم إن كنت تعلم أني لم ألبس قميصا قط وأنا أعلم مكان عار فصدقني فصدق وهما
يسمعان ثم خر ساجدا ثم قال اللهم إني لا أرفع رأسي حتى تكشف عني قال فما رفع رأسه
حتى كشف الله عنه» [1]
( ایوب علیه السلام
وویل: ای الله که تاته دا خبره معلومه وي چې له وږي نه خبر شوی یم د هغه تر مړښته
مخکې مې ځان نه دی موړ کړی، نو
رښتینی مې وګڼه، دوه کسانو دا خبره آورېده، بیا یې وویل: ای الله ته پوهېږې چې له
لغړ له حاله چې خبر شوی یم خپله مې تر هغه جامې نه دي اغوستي چې لغړ مې په تن پټ
کړی نه وي، دوه کسانو دا خبره آورېده بیا سجدې ته ولوېده، نو رښتینی مې وګڼه، بیا
په سجده پرېووت او وویل: ای الله! تر هغه مې سر له سجدې نه پورته کووم چې روغ کړی
دې
نه یم).
ګورو چې د خلکو د خیټې
د مړولو او بدن د پټولو له لارې الله تعالی ته خپله ستونزه وړاندې کوي او هغه يې
په غیبي مرسته حلوي.
همدا راز لاندې روایت
وګورئ چې د مور، پلار، کارګر، پېغلو، یتیمانو, تره لور, تره زامنو د پاللو او پت ساتنې له لارې الله ته
خپله ستونزه وړاندې کوي: عبدالله بن عمر رضی الله عنه وایي چې له رسول الله صلی
الله علیه وسلم نه مې اوریدلي چې ویل يې :(( پخوا دری تنه یو ځای کوم کار ته لاړل،
په لاره کې ورباندې شپه راغله دوی یو غار ته ورننوتل، دا وخت له غره نه یوه لویه
تیږه راوکولېده او غار یې بند کړ.
دوی سره وویل: اوس د
نجات یواځینۍ لار د خپلو نېکو اعمالو په بدل کې د الله تعالی نه نجات غوښتنه ده،
یوه سړي وویل: ربه! زړه مور او بوډا پلار مې وو، د ورځې په وروستۍ برخه کې له خپلو
اولادونو او مریانو سره په یوه کار کې بوخت شوم، چې راغلم دوی ته مې شېدې تیارې
کړې او دوی له څه خوراک او څښاکه مخکې ویده شوي وو، دا مي مناسبه ونه ګڼله چي تر
دوی مخکي خپلو اولادونو او غلامانو ته شيدې ورکړم، هملته جام په لاس په انتظار
ددوې د ویښېدو شېبې مې څارلې، سهار شو دوی را ویښ شول او شېدې یې وڅښلې، الهي که
دا کار مې ستا د رضاء لپاره کړی وي، دا ډبره ایسته کړه، ډبره لږ له ځایه وخورېده
خو د وتلو امکان نه و، پېغمبر صلی الله علیه وسلم وویل: دوهم يې وویل: الهي! د تره
لور مي راباندي ډېره ګرانه وه، د زنا هڅه مې ورسره کوله خو هغې نه منله يو کال
وچکالي شوه، روپيو ته اړه شوه، له مایی مرسته وغوښته ما د زنا سره د موافقې په شرط
ورته یوسل شل دیناره ورکړل، کله چې زنا ته ستونی ستاغ پرېوته او د څلورو بندونو په
منځ کې يې کېناستم، [تره لورمې ] راته وویل: له الله ووېرېږه او د بکارت پرده مه
څېروه.دې خبرې اغېزمن کړم او زنا مې ونه کړه، که دا کار مې ستا درضاء لپاره کړی وي
ددې کار په برکت موږ له دې ځایه وژغوره همدا وو چې تيګه له ځایه وخوځېده او نوره
هم لری شوه، خو د وتلو چاره نه وه، پېغمبر صلی الله علیه وسلم وویل: دريم وویل:
الهي! مزدوران مې درلودل له یوه مزدور پرته ټولو مزدورانو ته مې مزدوري ورکړه یو
مزدور خپله مزدوري پرېښوده او لاړه مایی پر روپۍ تجارت وکړ، ډېر وخت لا نه و تېر
چې مال یې زیات شو او سړی خپلو روپیو پسې راغی، ماورته وویل: دا اوښان، ميږی، غلامان،
غوایان، چي وینې دا ټول ستا دي هغه راته وویل:د خدای بنده! ټوکې را باندې مه کړه!.
ماورته وویل: ټوکی نه درسره کوم، ټول شيان يې واخستل، هېڅ
یی راته پرېنښودل.
الهي که دا کار مې ستا د رضاء لپاره کړی وي، ومې ژغوره، تيږه
ورغړېده او دوي له غاره روغ را ووتل).[2]
همدا لامل و چې رسول اکرم د کمزورو
د پالنې او سمبالنې له لارې له الله مرسته غوښته او صحابه و ته یې سپارښتنه کوله
چې د کمزورو او اړمنو د ستونزو د رژولو له لارې له الله مرسته وغواړئ!
«ابغوني في الضعفاء فإنما ترزقون و
تنصرون بضعفائكم».[3]
( ما د کمزورو خلکو تر څنګ ومومئ، یقینا
الله تعالی تاسوته روزي او مرسته ستاسو د کمزورو سره په مرسته درکوي).
همدا لامل دی چې د مدینې په اخر سر کې مریض نه دی پیدا
شوی مګر دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې پوښتنې ته ورغلی او بل ځای اصحابو
ته داسې نصیحت کوي: عَنْ أَبِي مُوسَى رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى
اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «فُكُّوا الْعَانِيَ - يَعْنِي الْاسيرَ - وَأَطْعِمُوا
الْجَائِعَ، وَعُودُوا الْمَرِيضَ».[4]
(له ابو
موسى رضي الله عنه نه روايت دى وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: بندي آزادوئ، وږي مړوئ او د ناروغ پوښتنه کوئ).
اسلامي دعوت د اسلام ستر
میراث او ویاړمن امتیاز دی، اسلامي دعوت د علم مینې او رحم پر بنسټ د بشري پرګنو د
عقلي، عاطفي او جسمي متوازنې روزنې له لارې انسان د حقوق الله او حقوق العباد
متوازنې ادایېنې ته چمتو کولو ته اسلامي دعوت وايي.
د دعاء د قبلېدو یو شرط دا دی
چې مسلمان باید داعي وي، داعي مېلمه پال کوربه ته وايي، مسلمان چې د بل انسان په
عقلي، جسمي او عاطفي وده او سپېڅلتیا کې چې هر ډول نقش اداء کولای شي، باید له
خلکو یې ونه سپموي، باید د یو عزتمن کوربه په توګه داسې نقش اداء کړي چې هم مینه
ورته ورکړي او هم له ذوق سره يې برابر او ګټور خواړه ورته په ورین تندي او پېرزو
سره يې مخې ته کېږدي، چې د کمترۍ احساس ونه کړي، عقل، جسم او روح یې په عزتمنه بڼه
وده وکړي او د انساني رسالت کره او پوره اداء ته چمتو شي.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى
اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَتَأْمُرُنَّ بِالْمَعْرُوفِ، وَلَتَنْهَوُنَّ عَنِ
الْمُنْكَرِ، أَوْ لَيُسَلَّطَنَّ عَلَيْكُمْ شِرَارُكُمْ، ثُمَّ يَدْعُو
خِيَارُكُمْ فَلَا يُسْتَجَابُ لَكُمْ».[5]
( له ابو هريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ
وَسَلَّمَ وویل: هرومرو خلکو ته
په نېکۍ امر او له بدیو یې منع کړئ، که مو ونه کړل، الله به مو بد خلک درباندې
مسلط کړي، بیا به مو ښه خلک دعاوې کوي او دعاء به نه قبلیږي).
[1]. ابن ابی شیبه ، ابو بکر
عبدالله بن محمد بن ابراهيم ابي شيبة العبسيي ، مصنف ابن أبي شيبة ج 7 ص 227.
[2] . بخاري ، جعفي ، محمد بن
اسمعيل، (صحيح الجامع) ، صحيح البخاري، ج 8 ص40.
[3]
. ابن
البيع ، النیساپوري ، أبو عبد الله الحاكم ، المستدرك على الصحيحين
للحاكم مع تعليقات الذهبي في التلخيص ج 2ص 379.
[4]
. بخاري ، جعفي ، محمد بن اسمعيل ، صحيح البخاري ص: 1446.
[5]
. الطبراني سلېمان بن أحمد بن أيوب بن مطير اللخمي الشامي ، أبو
القاسم ، المعجم الأوسط , ج2 ص 99.
No comments:
Post a Comment