عقل او عاطفې ته خبر


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

عقل او عاطفې ته خبر

قرآن کریم د انسان عقلي او عاطفي قوتونه پیاوړی کوي او ثبات وربښي، د عقل او ورپورې اړوند کلمات په قرآن کریم کې په سلګونو ځلې کارېدلي دي. په دې معنا چې د انسان د شعور او درک ساحه پراخوي، تمییز يې د ښو او بدو په پېژندلو کې مضبوطوي. د پوهې کچه يې لوړوي. د درک معیار يې غښتلی کوي او له عاطفي پلوه درنښت او ویښتیا وربښي. د مينې، مهربانۍ او خواخوږۍ جذبات او احساسات پکې هوښياروي.

د زړورتیا او احتیاط کچې ته متوازنه ارتقاء او منتجه سپېڅلتیا بښي. البته په دې شرط چې قرآن کریم په پېغمبري دود سره ولوستل شي. عقلي، جسمي او روحي وړتیاوو ته متوازنه وده ورکوي او کارنده کوي یې.


No comments:

Post a Comment