لیکوال:محمدناصرحلیمي
پر استعدادونو ظلم
بشري
استعدادونه د مادي او معنوي نعمتونو د ترلاسنې سرچينه، له طبیعي منابعو څخه د ګټنې
ذریعه او د ټولنیزو جوړښتونو کارنده وسیله ده. بشري استعدادونه چې څومره پالل کېږي،
هومره ټولنې د نېکمرغۍ په لور درومي. هره ټولنه هومره نېکمرغه ده چې د استعدادونو
د ودې، پرمختیا او رغندې بوختیا لپاره پکې علمي طرحې، کار و زیار په پرله پسې توګه
روان وي. انساني استعدادونه الهي نعمتونه دي هره ټولنه هومره ظالمه ده چې د خپلو
بشري استعدادونو د انکشاف او سالمې بوختیا په اړه بې پروا وي.
الله تعالی وايي: «وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا (٧)
فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا (٨) قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا (٩)
وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسَّاهَا».[1]
(قسم پر نفس او هغو قوتونو چې د نفس توازن یې برابر کړی دی، دنیکۍ او بدې لارې ورته پرانستې
دي، هغوی کامیاب شول چې د خپلو نفسونو تزکیه یې وکړه او هغوی پوپنا شول چې خپل نفسونه یې لتاړ کړل).
له نفس نه
مراد انساني وړتیاوې دي. انساني وړتیاوو ته د بحران د مخنيوي، د کړکېچونو د
هوارولو او د ستونزو د حل لپاره عالمانه، متوازنه او کارنده وده ورکول د بشري
نېکمرغۍ ضمانت کوي.
وړتیا پال
ولسونه تل په دې پسې ګرځي چې څوک څرنګه او څومره وړتیا لري چې وده ورته ورکړو، کار
ترې واخلو، پیاوړی یې کړو د کار او فعالیت لار ورته هواره کړو، مخې ته یې پراته
خنډونه له منځه یوسو.
وړتیا
ځپونکي ولسونه تل د ژوندانه په هر ډګر کې نورو ولسونو ته اړ وي هر ولس چې څومره
استعدادپالونکی دی، هومره اړتيا حلوونکی دی، څومره چې استعداد ځپونکى دى هومره د
کور، کلي، هېواد او نړۍ په کچه اړ، بې اعتباره او سپک دى.
No comments:
Post a Comment