لیکوال:محمدناصر حلیمي
نهم فصل: دریم صفت( الرحمة)
قرآن کریم د انسان د ټولو کړنو، ویناوو،
خویونو، تعاملاتو، اړیکو، ستاینو او غندنو بنسټ رحم ګڼي. مینه، لورینه او رحم چې
له هر څه نه و ایستل شي دیني ارزښت او اعتبار يې هومره له منځه ځي، څومره چې وګړي
او ټولنې لورانده او مهربانه وي، هومره قرآني شخصیتونه او قرآني ټولنې دي.
«يَا أَيُّهَا
النَّاسُ قَدْ جَآءَتْكُمْ مَوْعِظَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَشِفَاءٌ لِمَا فِي
الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ (٥٧) قُلْ بِفَضْلِ الله وَبِرَحْمَتِهِ
فَبِذَلِكَ فَلْيَفْرَحُوا هُوَ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ».[1]
(اى خلكو! تاسې ته ستاسې د رب له لوري نصیحت راغلى دی. د
زړونو او عقلونو د ناروغيو شفا ده او څوک یې چې ومني، د هغه لپاره هدايت او رحمت دى اى
پېغمبره(ورته) ووايه چې د الله تعالی پر فضل او رحم يې راواستاوه، پردې خو بايد خلک خوشحالي وكړي. دا تر هر هغه څه ډېر غوره دى چې خلک يې راغونډوي'). الله تعالی بشري نړۍ
کې دوه شيان د بشري نېکمرغۍ لپاره ډېر اړين ګڼي، يوحلاله روزي او بل قرآن. د الله
تعالی فضل حلال خوراک، پوښاک، څښاک، پراخه کور او رحم يې قرآن.
بشری نړۍ چې پر حلال
خوراک او قرآن سره يو موټی شي ستونزه حل ده.
No comments:
Post a Comment