لیکوال: محمدناصر حلیمي
۷. پر لمانځه ټينګتيا
لمونځ د عقلي، عاطفي او جسمي
روغتیا لپاره ګټوره نسخه، ارزښتناکه درملنه، د ګناهونو د مخنېوي لپاره اغېزمنه
وسیله او د شیطاني پلمو او لومو ماتولو ته موثره
وسله ده.
الله تعالی وايي: «وَاَقِمِ الصَّلٰوةَ اِنَّ الصَّلٰوةَ تَنْهٰى
عَنِ الْفَحْشَآءِ وَ الْمُنْكَرِ».[1]
(سم او پوره لمونځ وکړئ، یقیناً لمونځ له فحشاوو او ناوړو انسان منعه
کوي).
لمونځ د انساني ارزښتونو د تخمونو د ښې ودې لپاره د زړه او عقل زمکه وتره کوي او
قرآن کریم د لوړو اخلاقي ارزښتونو، سپېڅلو چارو او هسکو اهدافو تخمونه پکې شیندي
او د ټولنیزو اصلاحاتو احساس دغه وړتيا ته لا وده ورکوي، د دې کتاب پایلېزې زدکړې
ته تطبیقي قوت، ارادي، کاري او اداري ځواک وربښي.
«وَالَّذِينَ يُمَسِّكُونَ بِالْكِتَابِ وَأَقَامُوا
الصَّلَاةَ إِنَّا لَا نُضِيعُ أَجْرَ الْمُصْلِحِينَ (١٧٠) ».[2]
(كوم كسان چې پر كتاب عمل كوي
او پر
لمانځه
ټينګ دي، دا يقيني ده، چې د داسې ښو خلكو اجر نه ضايع
کوو).
د دې کتاب ټینګول او پر لمانځه
ټېنګېدل، د هغو مسلمانانو ځانګړنې دي چې خوارۍ يې په اوبو نه لاهو کېږي. فردي چارې،
ټولنیزې هڅې او منسجمې کړنې یې نتیجه ورکوي.
د لمانځه سمول د انسان د ضمیر د
اصلاح لپاره تر زرګونو فلسفو ډېر اغېزمن دي. مصلحین باید د لمانځه په اصلاح تر هر
څه ډېره هڅه وکړي.
د قرآن کریم حافظان او د شرعي
علومو لوستونکي باید تر هر څه د مخه خپل لمونځونه سم کړي او د سمون معنا همیشنی، خاشعانه
او له ګناه څخه ژغورونکی لمونځ دی، فرعي اختلافات د لمانځه پر صحت او نه صحت کوم
اغېز نه لري د"اولی او عدم اولی"يعنې ډېر ثواب او لږ ثواب موضوع ده.
ما د اسلام په اړه ډېر کتابونه
ولوستل، که د دې پر ځای یا یې ترڅنګ مې خپل لمونځ سم کړی وای او په لمانځه مې ډېره
خواري کړی وای، خیر به مې ځان او نورو ته تر اوس سلګونه ځله زیات وای.
زموږ مربي قاري احمد فیصل رحمه
الله به د لمانځه د تصحیح له لارې د بشـري پرګنو د اصلاح او فلاح په اړه خبرې اترې
کولې، د هغه رحمه الله ښایسته یادښتونه دي ای کاش چې دا یادښتونه مې لیکلي وای.
اوس هم کله کله چې دوه رکعته په خشوع[3]
لمونځ کوم د قرآن کریم خوند او پند تر نورو وختونو پخپل روان او عمل کې څو چنده
زیات احساسوم، په تېره نيمه شپه كې چې د
بېوزلو سوي اسوېلي سترګو ته درېږي او د حل سلګونه نسخې په قرآن کریم کې
لولم، احساس مې د لمانځه له لارې د قران کریم
تلاوت او تطبیق ته عجيبه په حرکت راځي.
که زه پوه شوم چې یوه دعاء مې د
دنیا او آخرت د نېکمرغۍ لپاره قبلېږي همدا دعاء به کوم چې الهي لمونځ مې سم او د بېوزلو په درد مې دردمن کړه!.
که څوک مې وپوښتي د نجات تضمین شوې
لار کومه ده؟.
زه به ورته وایم: که چېرې مسلمان
خپل لمونځ سم او پر شرایطو برابر کړي، انسانیت به يې د کمال مرحلې ته ورسېږي او
نورو مخلوقاتو ته به د خیر سرچينه او د هدایت لمر شي.
سم لمونځ هغه دی، چې جامې له ښکاره
پلیتیو څخه پاکې او په حرام مال نه وي پېرل شوي، بدن له ښکاره پلیتیو پاک او په حرام مال نه وي تغذیه شوی، ځای له ظاهري ناولتیاوو پاک او د غصب زمکه نه وي.
متأسفانه موږ پر ظاهري ناپاکیو
غږیږو، حکمي ناپاکي مو هېره کړې ده، د لمانځه لپاره زړه د
کبر، حسد، ظلم او خیانت له چټلیو باید پاک وي.
بیا تکراروو که موږ غواړو چې د نړۍ
د انسانانو چارې سمې، پرمخ تللې، یو له بل سره اوډلې، کوټلې
او نتايج يې توحید کړو، باید چې پر دوو موضوع
ګانو جدي او هر اړخیز کار وکړو ؛ یو قرآن کریم او بل لمونځ. قرآن کریم انسان خپلو ژمنو او
د ژوندانه اړینو موخو ته ځير او چمتو کوي. لمونځ انسان اخلاص، د مخلوق د ستونزو په حل
کې د اغېزمن نقش ادا کولو، د الله تعالی د رضا حصول، د الهي او بشري حقونو ادایېنې
ته چمتو کوي او هڅوي. وهمي او
خيالي ډار یې له زړه څخه
باسي، په ضمير کې يې د خیر غوښتنې او عالي چارو ترسرولو هوډ او ارادې پخوي، د مخلوقاتو
د ودې، پرمختیا او ارتقاء اراده پکې پیاوړې کوي، په زړه کې یې د خواخوږۍ او
مهربانۍ احساس غښتلی او د مینې چينه پکې را خوټوي.
موږ هله قرآني مفاهیم او حقایق په واقعي بڼه د ښو پایلو لاسته راوړو
لپاره انسانانو ته لېږدولای شو، چې د عقل، عاطفې او جسم له پلوه غښتلي شو، ځکه دا
کتاب د ژوندانه نظامونه د لا ښه والي او ګټوروالي په لور بيايي، دیني مصلحین باید د
جسم له پلوه غښتلي، د عاطفې له پلوه مهربان او د روان له پلوه ثابت قدمه وي او خپل سلیم فطرتونه په حرامو کې له ککړتیا او د
ظالمانو د ملاتړ له ناولتیا وژغوري.
د قرآنپوهانو بنسټيزه دنده د متقابلې همکارۍ، ورورګلوۍ، رب پالنې او ایمان پالنې
پر ارزښتونو روزل او ټولنه د امن، اقتصادي پرمختیا، سیاسي ټيکاو (ثبات) او علمي
لوړتیا په لور عاملانه، عالمانه او کريمانه بیول دي.
الله تعالی په دې اړه وايي: «خُذُوا مَا اٰتَيْنَاكُمْ بِقُوَّةٍ
وَاذْكُرُوا مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ».[4]
(زموږ له لوري درکړی كتاب په
قوت سره ټینګ کړئ او څه چې پكې ليكلي دي زده او عملي یې كړئ، چې له ناروا او
ذلته وژغورل شئ).
No comments:
Post a Comment