۳. بدبيني په مینه بدلول


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۳.         بدبيني په مینه بدلول

زما په یاد دي چې د قرآن کریم له ترجمې نه به راغلو، د کور له غړو سره به مو د فرعي موضوع ګانو پر سر ناندرۍ وهلې، هغه پلار چې به له سهاره تر مازیګره د حلال رزق د ګټلو لپاره د هجرت په لا لهانده چاپېريال کې به ستړى ستومانه کور ته راغی، موږ به یې پر کړيو عباداتو پخپلو خامو عقلونو د استحباب په رد او تایید کې د حرامو او حلالو تلقین شوي الفاظ او تپلې روحيه په غیر عالمانه بڼه یادول او د مشرانو غوسې به مو راپارولې.

د قرآن کریم د تدریس پایله خوښي او خوښمنول دي ؛ خو جاهلانه تدریسي چاپېریال او متعصب ښوونيز تشکيل زده کوونکي ویرجن، جنجالي، د ادب له چوکاټه لرې او لجوج روزي قرآن پال د بري زيری دی خلک هيله من کوي له ناهيلۍ څخه ځان ژغوري.

«قُلْ مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِجِبْرِيلَ فَإِنَّهُ نَزَّلَهُ عَلَى قَلْبِكَ بِإِذْنِ الله مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَهُدًى وَبُشْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ».[1]

(دوى ته ووايه څوك چې له جبریل سره دښمني لري، هغه په دې پوهېږي، چې جبريل د الله تعالی په حکم دا قرآن کریم ستا زړه ته رسولى، د مؤمنانو لپاره هدايت او د بري د زېري په توګه راغلی دی).

«هَذَا بَيَانٌ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةٌ لِلْمُتَّقِينَ (١٣٨) وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ».[2]

(دا د خلكو لپاره ښکاره خبرې دي او ځان ساتونکو ته هدايت او نصيحت دى، بې زړه كېږئ مه، اندېښمن كېږئ مه، همدا تاسې برلاسي ياست ؛ خو كه مؤمنان واست).

د دې لپاره چې انسانان سرغړونې، جرایم او جنایات وپېژني او ځان ترې وژغوري، له آدمه تر دې دمه يې انسان ته اسماني کتابونه او پېغمبران را لېږلي دي.

د زمکې پر مخ تقريباً 8، 7میلونه ډوله ژوي ژوند کوي[3] په دې ټولو کې د انسانانو شمېر، نظم او انسجام ډېر غښتلی، منظم او پیاوړي دي، دا د همدې اسماني کتابونو، پېغمبرانو او صالحو عالمانو د هلو ځلو نتیجه ده، که دا اسماني کتابونه نه وای، نو یواځې سړیخورو انساني نسلونه له منځه وړلای شول، همدا اسماني کتابونه دي چې انساني عواطف او عقلونه يې محلي او نړېوالو متبادلو نېکو او ګټورو روابطو ټینګولو ته چمتو کړي دي.

«اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ (٢) نَزَّلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَأَنْزَلَ التَّوْرَاةَ وَالْإِنْجيلَ (٣) مِنْ قَبْلُ هُدًى لِلنَّاسِ وَأَنْزَلَ الْفُرْقَانَ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِاٰيَاتِ الله لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَاللَّهُ عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ(٤)».[4]

(الله، هغه تلپاتی ذات دى، چې د كائناتو د نظام سمبالوونكى دى، چې پر تا يې دا كتاب نازل كړى، چې په حقه راغلى دى او هغه كتابونه تصدیقوي، چې تر دې پخوا راوړل شوي وو. له دېنه مخكې هغه د انسانانو د هدايت لپاره تورات او انجيل نازل كړی دی او الله تعالی هغه محک (زرکاڼی) رالېږلى (چې د حق او د باطل توپيروونكى دى) اوس چې كوم خلک د الله تعالی د فرمانونو له منلو انكار وكړي، هغوى به هرو مرو په سخته سزا اخته شي. الله تعالی ډېر زورور او بدو ته سزا ورکوونکی دى).

الله تعالى مؤمن قوم ته د علم، هدايت او رحم له مخې، خپلې ټولې موخې په تفصیل سره بیان کړي دي، که په درس او تدریس کې پېغمبري دود پلی شي، په عقلونو کې د علم ډېوې او پر ټولنو د پوهې او عدالت مشالونه بلېږي او د هر مسلمان په لاس کې به د هدایت څپاندې چينې او د رحمت لمرونه وي. د زمکې په لر او برکې به بشر، ژويو، نباتاتو او جماداتو ته د هدايت ذریعه او د رحمت سرچينه وي، د انسانانو په زړونو کې به د رحم پالونکې او ساکښ روزونکې چینې را وخوټېږي او انساني ټولنه به د داسې ګټورو ځانګړتیاوو څښتنه شي، چې د ژوندانه په یاغي څپو کې هم خپله لار موندلای شي که غواړو چې رحم د قرآن کریم په وسیله خپور شي ؛ علم ورته اساسي شرط دی، ځکه د قرآن کریم اساس علم او موخه يې رحمت دی، موخه یې بې اساسه نشي ترلاسېدای.

نن چې مو له بحرانه د وتو لارې چارې ورکې کړي دي، قرآن کریم ته ټولنیزه عالمانه او وګړيزه کریمانه رجوع ستونزه حلولاى شي. د اسلامي ثقافت په درس کې یو محصل پوښتنه وکړه چې قرآن کریم له داسې ښېګڼو سره ۸/۱ منونکي لري، لږ تر لږه باید 50٪ خو وای؟ ما وویل: هغه مهال چې د نړۍ علمي قیادت له مسلمان سره و، همداسې و ؛ ځکه چې د قرآن کریم اساس علم دی او مسلمان له علم نه بې برخې دی، لاندې آیت مې ورته تلاوت کړ: «وَلَقَدْ جِئْنَاهُمْ بِكِتَابٍ فَصَّلْنَاهُ عَلَى عِلْمٍ هُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ».[5]

(موږ دې خلكو ته له يوه داسې كتاب سره راغلي يو، چې د علم پر اساس مو تشرېح كړى دى، د ايمان راوړونكو لپاره هدايت او رحمت دى).

نو قرآن کریم لومړى علم، بيا هدايت او بيا رحمت دى قرآن کريم د مراتبو سلسله بايد مراعات شي، د علم پر زینه د هدایت بام ته وخيژو او هلته د الله د رحمتونو عملي ننداره وکړو او ژوندانه د ټولو ډګرونو لپاره دا درې عنصره داسې سره وپيېو او نسلونه پرې وروزو چې د عمل او نتیجې په ډګر کې هسکې بېلګې وي، چې یو له بله را وټوکېږي او یو بل پیاوړی او منلی کړي.



[1]. البقرة: ۹۷.

[2]. آل عمران: 138_١٣٩.

[3]. الاقتصادية ، جريدة العرب الاقتصاديه الدولية ، ٢٤ / ٨ / ٢٠١١ ، دې مجله کې دا هم وايي ، چې٩٠% حيوانات لا ندي کشف شوي.

[4]. ال عمران: 2- 4.

[5]. الاعراف: ۵۲.


No comments:

Post a Comment