لیکوال:محمدناصر حلیمي
له رحم سره مل کلمات
عزت، درنښت او وقار له رحم سره مل
یادېږي: «تَنْزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ».[1]
(دا قرآن کریم د عزتمن او
مهربان الله تعالی له خوا نازل شوی دی).
درنښت یې له رحم سره مل یاد کړ، تعلیمي
نصاب او تدریسي دود باید عزتمنونې اهداف، رحیمانه تطبیق او کریمانه پایله ولري. همدا
راز په ټولنه کې باید علمي کچه لوړه کړای شي، نا پوه او جاهل قوم قرآني موخې زده
کولای، پېژندلای او پلي کولای نشي.
دلته له رحم سره ټولنیزه پوهاوی
یادیږي: «تَنْزِيلٌ مِنَ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ (٢) كِتَابٌ فُصِّلَتْ اٰيَاتُهُ
قُرْاٰنًا عَرَبِيًّا لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ». [2]
(دا قرآن کریم د لوی او تل
مهربان ذات له لوري نازل شوی دی دا هغه کتاب دی، چې
آیتونه یې د هغه قوم لپاره په عربي ژبه توضېح شوي دي پوهېږي).
رحم باید له کمي او کیفي پلوه په
ښکلې بڼه لوړ کچ پوهوونکی، هوښیاروونکی او رغنده وي.
پند او عبرت د الله تعالی په دومره
نومونو کې له رحمن سره مل یادیږي: «وَهُمْ بِذِكْرِ الرَّحْمَنِ هُمْ كَافِرُونَ».[3]
(دوی د رحمن ذات له ذکره منکر دي!؟).
بل ځای وايي: «وَمَنْ يَعْشُ عَنْ ذِكْرِ الرَّحْمَنِ نُقَيِّضْ لَهُ شَيْطَانًا
فَهُوَ لَهُ قَرِينٌ». [4]
(څوک چې د رحمن ذات له ذکره ګوښه کېږي، شيطان پرې واکمنوو او شيطان يې ملګری وي).
په دې آیت کې قرآن کریم ته ذکر الرحمن
ویل شوی دی، د الله تعالی په سلګونو نومونو او صفاتو کې رحمن ذات ته نسبت وشو. له
دې عبارت نه دا جوتېږی، چې رحم د قرآن کریم نه بېلېدونکی جزء او د قرآني موخې بنسټ
دی په هر کار او وینا کې چې رحم نه وي، هغه قرآني وینا او قرآني چلن نه دی، که څه
هم هر ډول ښایسته نوم پرې کېښود شي. د انسان عاطفه ازاده نه ده، یا به يې واک
قرآني لارښوونو ته ورکوئ او يا شيطان پرې مسلط کېږي.
No comments:
Post a Comment