لیکوال:محمدناصر حلیمي
د ذکر لغوي او اصطلاحي تعریف
رجل
ذِكِّيرٌ: جيّد الذِكْرِ والحِفْظِ. والذِكْرُ والذِكْرى الذُكْرَةُ: خلاف النِسْيانِ[1].
عرب وايي: «رجل
ذِكِّيرٌ». هغه سړی چې ښه په یاد راولي او ساتي، « والذِكْرُ والذِكْرى، الذُكْرَةُ». د هېرولو متضاده کلمه ده، یعنې په یاد راوستل.
عرب وايي: ذَكَرَ (حَقَّه ) ذِكْراً: ( حَفِظَه ولم يُضَيِّعْه ). خپل حق يې وساته او ضایع یې نکړ.
د الله تعالى دغه وینا: « وَاذْكُرُواْ نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ ».[2]، «احْفَظُوهَا
ولا تُضَيِّعُوا شُكْرَها يی. (نعمتونه وساتئ او شکر
يې مه ضایع کوئ).
عَرَبان خپل ملګري ته وايي: « اذْكُرْ حَقِّي عليك». (احفظْهُ ولا تُضَيِّعْهُ ) یعنې حق مې وساته او مه یې ضایع
کوه.[3]
له دې نه معلومیږي چې
ذکر یعنې د حقوق الله او حقوق العباد په اړه د خپلو ژمنو او مسؤلیتونو یادول، د
الهي نعمتونو ساتل او له ضایع کېدو څخه یې ژغورل دي.
په اصطلاح کې: د الله تعالی د نومونو، صفتونو، کړنو، ویناوو،
نعمتونو، امانتونو او لارښوونو یادول، عملي کول، خپل او د نورو بشري پرګنو جسم، عقل او روح پرې پالل او روزل
دي.
[1]. ابونصر اسمعیل بن حماد الجوهري ، الصحاح في اللغة ج 1 ص, 227.
[2]
. البقرة: 231.
[3]. الزبیدي العلامة ، مرتضی تاج العروس من جواهر القاموس ج 11ص 38.
No comments:
Post a Comment