لیکوال: محمدناصر حلیمي
۶. د موخو ستر والی
څومره چې یو انسان سره د ډېرو
انسانانو د هوسا کېدنې موخه پراخه او ستره وي، هومره له قرآن سره لېوالتیا او
ملګرتیا پیدا کوي، څومره چې د یو انسان ارمانونه سپېڅلي وي هومره يې د زړه مراندې
له قرآن سره پېيل او تړل کېږي.
د ټولو دیني فعالیتونو موخه دا ده،
چې ژوندی قرآن د انسان په کړنو، ویناوو او طرحو کې ولیدل شي، داسې قرآني ټولنې او
قرآني شخصیتونه رامنځته شي، چې قرآني مواصفات د هغو تر ویناوو مخکې د هغوی په عمل
کې ولوستل شی، متاسفانه موږ د قرآني اهدافو په تر لاسي کې پاتې راغلي یو، ستر لامل
یې د ایمان او قران د زده کړې لپاره اغېزمن، هراړخیز او بشپړ قانع کوونکي روزنیز نصاب، د لایقو سرمدرسینو نشت او د
غوره مدرسینو د تشکیل کموالی دی. څومره چې ایمان پياوړى وي؛ هومره قرآني موخې ښې تر لاسه کېږي، ځکه چې ايمان د انسان عواطف، عقل او روان د
قرآني مفاهیمو زده کړې، هضم او پلي کولو ته چمتو کوي.
په قرآن کریم کې د اخلاقو په اړه (۱۵۰۴)
آیتونه لرو، د مدارسو، شرعیاتو له پوهنځیو، د اسلامي ثقافت په زدکړیالانو کې څومره
آیتونه محسوس لوستلای شو.
(سعد بن عامر بن هشام مدینې ته
راغی، له عائشې رضي الله عنها نه يې پوښتنه وکړه، چې د رسول الله په اخلاقو مې پوه
کړه، هغې ورته وویل: قرآن لولې؟ هغه وویل: هو. هغې وویل: د رسول الله صلی الله
علیه وسلم اخلاق قرآن و، پاڅېدم او اراده مې وکړه چې تر مرګه به بل څوک له څه شي
ونه پوښتم).[1]
ارمان مو هله پوره کېږي چې قرآن، نبوي
احادیث او د اسلامي پوهانو ویناوې روزنیزې شي نه زدکړه ییزې، عملي او منتج شي، نه
ناندریزې، په محصولاتو کې و ارزول شي نه په سپینه پاڼه او ابي قلم کې، د سیستمونو
او جوړښتونو په رغونه او سمونه کې وکتل شي نه په ممبر او سټېج کې، په شعور او ضمیر
کې وکتل شي نه په شور او ځوږ کې، په څېړنتونونو او نندارتونونو کې وکتل شي نه په
شعار او وینا کې.
No comments:
Post a Comment