لیکوال:محمدناصرحلیمي
رښتینې قرآنپالنه
·
هر انسان پرځان بسیا شي. یواځې د
الله تعالی بنده شي. په هېڅ نوم د هېچا مريی نه وي، عقلونه الله تعالی وپېژني او
عاطفې الله تعالی ولمانځي، پېغمبرپال، قرآنپال،
مظلوم پال ژوند شي.
·
انساني وړتیاوې د انسان د عزت
النفس د ساتنې له لارې د انسانانو د درناوي لپاره وروزل
شي، د پت پلورنې او لوټېدنې ټولې لارې ډب شي.
·
کله چې مو وګړو ته له عقلي، روحي، جسمي
او اجتماعي پلوه د پرمختیا او سپېڅلتیا د ترلاسونې داسې مخه هواره کړه چې انسانیت يې په پوړیزه او طبیعي
بڼه د کمال پړاو ته ورسېږي.
·
کله چې مو د مینې او لورنې پربنسټ
داسې پر مختللی عالمانه او عادلانه اجتماعي جوړښت رامنځته کړ، چې له هېچا سره پر
هېچا د ظلم جرأت نه وي.
·
کله چې مو د بشري وړتیاوو د پنځولو
او سپېڅلو له لارې کاري کچه دومره لوړه کړه چې هېڅ انسان وزګاره شېبه او ګړۍ و نه
لري.
·
کله چې مو د وګړیزو، ټولنیزو، روحي،
عقلي او جسمي رنځونو دمخنیوي او درملنې لپاره تر نورو دینوالو کره فارمولونه او
پایله وال سیستمونه ایجاد او پلي کړل.
·
کله چې پخپلو سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، اداري، حقوقي او اخلاقي علومو
کې یو ځل بیا د نړۍ استادان شو.
·
کله چې عامه نظم داسې رامنځته شي، چې
واکمنان د خپلو ولسونو له زبېښلو لاس واخلي، بې نظمي او ګډوډي يې په اداري او مالي سیستمونو کې دخل
او غرض و نه لري.
·
پخپلو ولسونو کې دومره کاري وړتیا
ومومو چې د نړۍ د بې شمېره ستونزو حل ته بې شمېره مخترعین، نوښتګر او مکتشفین ولرو.
·
د وګړو روزنه او د قانون حاکمیت
دومره لوړې کچې ته ورسېږي، چې په هېڅ نوم د هېچا لخوا د هېچا پر ژوند، عقل، حیثیت
او دین د ملنډو وهلو جرأت پیدا نشي، د هر انسان د ژوند ارمان انسان روزنه او ژوند ښکلاېنه وي.
·
کله چې مو د هلک او نجلۍ په زده کړه او روزنه کې پراخه پانګونه او سخاوتمندانه
لګښت وکړه په واده کې په لږ لګښت د واده سترو
اهدافو لاس ته راوړلو عملا ځير او وروزل
شو.
·
کله چې مو پېغلې او زلمي د ودونو خاوندان کړل.
·
په ټولنه کې رښتیا، امانت،
وفا، حیا، رحم، عدل او علم ځواکمن او دروغ، خیانت، جفا، بې رحمي، ظلم او جهل ځپلی
او کمزوری وي.
·
منصبونه د ستونزو د حل
سرچينې شي. وکالت د خلکو د دردونو د انعکاس او د بلوسګرو له کومي څخه د خلکو د حقونو د را ایستلو
مرجع شي. وزیران د ملیاردر کېدو پرځای د خپلو ژمنو د سرته رسولو اتلولي ترلاسه
کړي.
·
رييسان او ژمن اړخونه د ناروا ګټو له لارې
پورتنیو مقاماتواو وزيرانو ته په سوغاتونو لېږلو پر ځاى د خپلو چارو کره اجرا ته چمتو شي.
·
له سيندونو، کانونو او لمرنه پوره ګټه واخېستل
شي. د زمکې یوه لوېشت شاړه
نه وي، غرونو ته خاوره وخېژول شي او هلته خلک د ونو، بوټو په کر او کښت بوخت شي.
·
د لاس په تڼاکو د
پتمنې او روغتیا تضمینوونکې ګټې مخه هر انسان ته
هواره وي.
·
یو انسان د بل د تسخیر
اراده ونه کړي ؛ بلکې لمر، سپوږمۍ، زمکه، دښتې، سیندونه، سمندرونه، کانونه، هوا او
عناصر انسان، حیوان او نبات ته د سعادت بښلو په موخه انسان ته تسخیر کړي.
No comments:
Post a Comment