لیکوال:محمدناصرحلیمي
د ظالمې کورنۍ انځور
وايي: یو
سړی کور ته راغی، خپله ښځه یې ووهله.
د دې ښځې
زوی له ښوونځي ستړی ستومانه په دې هیله چې د مور له خوا ونازول شي، پر مور د ناز
غږونه وکړل، مور يې د ده خبره پلمه کړه او هلک یې څو څپېړې ووهل.
هلک خپلې
کوچنې ګلالۍ خور ته پلمه جوړه کړه او ویې وهله.
له نجلۍ
سره بله چاره نه وه او پر هېچا یې زور بر نه وو، لښته يې را واخیسته او د کور
چرګوړي یې وواهه، چرګوړي هم ژوندی مخلوق دی، د غچ لپاره یو ښایسته ګلدان ته ورغله
او پر ګلانو یې غوبل جوړ کړه، د ګل پاڼې ورژېدې، نو په هر کور کې چې ښځه د ظلم
لاندې یا ظالمه وه یا ښځه د تربیت له پلوه کمزورې، ژبوره او بېکاره وه، د هغه کور
د ښاېست ګلان رژېږي او ښکلا یې له منځه ځي.
No comments:
Post a Comment