لیکوال:محمدناصر حلیمي
د قرآن کریم ذاکر شاګرد معاذ رضى الله عنه
په غیاب
کې د خپل ورور مدافع دی، خپله غیبت نه کوي ؛ خو غیبتګر ته ځواب ورکوي:
له
مسلمانانو سره د اسلامي امت د شرمېدلیو اختلافاتو او تعصباتو د مشروعیت لپاره په
زرګونو پلمې او بهانې شته، چې یو
مسلمان د بل مسلمان غیبت او بهتان ځان ته روا ګڼي. عام خلک د عامو خلکو غیبتونه
کوي او زړه سړوي. علماء د علماوو غیبتونه کوي او خپلې نیمګړتیاوې پرې پټوي او له
همدې لارې نه ځانونه ستایي، خو معاذ بن جبل د مسلمان دفاع کوي.
کله چې
رسول الله ﷺ د تبوک په غزا کې د کعب بن مالک رضي الله عنه په اړه پوښتنه وکړه، چې
دی ولې رانغی او شاته پاتې شو، لاندې روایت په پوره دقت ولولئ چې د خپل مسلمان
ورور په هکله خپل نظر څه ډول څرګندوي:
«مَا
فَعَلَ كَعْبٌ؟ فَقَالَ رَجُلٌ مِنْ بَنِي سَلِمَةَ: «يَا رَسُولَ
اللَّهِ، حَبَسَهُ بُرْدَاهُ، وَنَظَرُهُ فِي عِطْفِهِ، فَقَالَ مُعَاذُ بْنُ
جَبَلٍ: بِئْسَ مَا قُلْتَ، وَاللَّهِ يَا رسول الله مَا عَلِمْنَا عَلَيْهِ
إِلَّا خَيْرًا، فَسَكَتَ رَسُولُ اللَّهِ".[1]
(کعب ولې رانغی؟ له بنو سلمه ټبر څخه يو سړي وويل:
ای د الله تعالی پېغمبره خپلو دوو څادرونو ناز او نعمت ستون کړی دی، نو معاذ بن
جبل وويل: بده خبره دې وکړه، رسول الله ته يې وويل: ای د الله تعالی
پېغمبره، پر الله تعالی قسم چې له هغه نه مو بې له ښو بل څه نه دي ليدلي، د الله
تعالی پېغمبر صلي الله عليه وسلم چوپ شو).
[1]. بخاري ، جعفي ، محمد بن
اسمعيل، صحيح البخاري ، ج ۲ ، ص کتاب المفازي ، بَابُ
حَدِيثِ كَعْبِ بْنِ مَالِكٍ ، وَقَوْلُ الله تعالی عَزَّ وَجَلَّ: «وَعَلَى
الثَّلاَثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُوا ، التوبة: 118».
No comments:
Post a Comment