انساني تجربې او فرقان


لیکوال:محمدناصر حلییمی

انساني تجربې او فرقان

حلال او حرام، ښه او بد، منلى او رټلى، ګټور او زيانمن قرآن ١٤ پېړۍد مخه بشري نړۍ ته وښودل او ساينسي علوم اوس بشر په ډېرو څېړنو او درنو لګښتونو پورته نتايجو ته رسېږي.

که څه هم په دې ډګرونو کې انسانان د خپلو تجربو په رڼا کې ډېرو حقایقو ته رسېدای شي، خو دا د انسانانو ډېر وخت، مالي امکانات او بشري ژوند له منځه وړي مثلاً: د انسان د جنسي غریزې سړښت لپاره شریعت د حلالې نکاح لار وښوده او ويې ویل: هغه خلک چې له حلالې نکاح پرته خپله جنسي غریزه سړه کړي، ظالمان دي. نن موږ عملا ګورو چې د ایډز ناروغي هر کال په میليونونو انسانان له منځه وړي او په ملیاردونو لګښت پرې کېږي، لامل یې غیر شرعي جنسي اړیکې دي.

شرابو میلیونونه انسانان په رواني، عصبي، عقلي، جسمي او اجتماعي رنځونو رنځور کړل، اوس ساینس پوهان پوه شول، چې شراب څښل د راتلونکو رنځورو نسلونو د ایجاد ذریعه ده.

ارواپوهان وايې: شراب د رواني رنځونو او شرمیدلو اخلاقو ریښې خړوبوي.

اقتصاد پوهان وايي: شراب د اقتصادي ناورین سرچينه ده.

سیاستوال وايي: شراب د سیاسي اختناق لامل دی.

د ښوونې او روزنې متخصصین وايي: شراب د ښوونې او روزنې مخې ته ستر
خنډ دی.

کارپوهان وايي: شراب په انسان کې کاري وړتیا له منځه وړي، تمبلي او لټي زیاتوي.

د امبریولوژي [1]متخصص وايي: شراب نسل د مور په نس کې ځپي، موږ دلته په دې ټولو شواهدو کې یواځې د جينيتيک د متخصص الکسیس کاریل وینا را اخلو: په دې اړه کاريل اوږدې څېړنې کړي دي، چې يو څو یې د بېلګې په توګه وړاندې کوو: «انسان چې له کوم سلول نه پيداکېږي، له ٢٣جوړو کروموزمونو نه جوړ دي. هر کروموزوم لسګونه جنونه لري، هر جن د مور و پلار او نيکونو د ارثي خواصو د انتقال د واحد په توګه ارثي خواص لېږدوي»[2].

الکسيس کاريل وايي: (سرطان، د وينې فشار، نری رنځ ماشومانو ته د همدغو ارثي واحدونو له لارې انتقالېږي، بيا یې محيط او د ژوند څرنګوالى مخه نيسي او يا يې اغېز کمزورى کوي).

کاريل وايي: «د لېوني او کم عقل سره نکاح کول د راتلونکو نسلونو د پايمالولو په معنا دي، چې ډېر جرمونه او غمونه راتلونکو نسلونو ته په ميراث پریږدي».

«خاوند او مېرمن چې کله په شرابو مست شي او اولاد وزېږوي، دغه ماشومان به تل له عقلي، رواني او جسمى رنځونو څخه تر مرګه کړېږي».

(فرانسويان ډېر شراب څښي، نو ځکه ډېر لږ د نوبل جايزه ګټي».[3]


[1]. د مور په نس کې د ماشوم د ژوند ، جوړښت ، اړتیا او وړتیاوو پېژندنې علم ته امبریولوژي وايي.

[2]. ژنتیک الکسس کاريل.

[3]. د ژوند لار الکسیس کاریل.


No comments:

Post a Comment