د داسې ټولنې انځور


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د داسې ټولنې انځور

د نظام د پرمختیا او ثبات پر ځای افراد ټولنه رهبري کوي. د قانون پر ځای زر، زور او تزویر خلک د افرادو د منافعو او هوس پر محور راڅرخوي. ټولنه زیانمنېږي او مشخص افراد ورځ تر بلې په حرامو او پردیو مالونو پړسیږي او غټیږي. د پوهانو وړتیاوې د سیاستوالو د رضا د حصول لپاره کارول کېږي، د عامه نظم او بشري اړتیاوو حل بې ارزښته ګڼل کېږي. متاسفانه پوهان د اقتصادي ستونزو له امله د حرام خورو سیاستوالو د دسترخوان ملنګان وي.

وايي چې د کوم هېواد یو «چټل» سیاسي لارښود او مشاور د کوم هېواد جاهل پاچا ته درس ورکاوه. یوه ورځ پاچا د چرګانو د فارم مشر ته وویل: نن چرګان ښه ماړه کړه، چرګان ماړه وو، کله چې پاچا او مشاور راغلل، ګوري چې چرګان ټول مست دي، شور او زوږ یې جوړ کړی، منډې را منډې وهي.

بله ورځ يې بیا د فارم آمر ته وویل: نن چرګان وږي وساته!. کله چې مشاور او باچا راغلل، ګوري چې د چرګانو وضع ډېره سړه او خواره ده، شوخي او مستي منډې رامنډې نه وهي.

مشاور پاچا ته وویل: که ملت دې وږی وساته، تاته اړ وو ؛ نو د تل لپاره به پرې حکومت کوې او که ملت موړ و بیا تاته ارزښت نه درکوي. د جاهل مشاور په مشوره دغه ملت د شرمښانو لاسونو ته پرېووت. که مشاور ورته ویلی وای چې خپل ملت موړ، سرلوړی، عزتمن وساته چې ته د یو عزتمن ولس ولسمشر اوسې نه د یو پرېوتي او بېکاره ولس اوس به هېواد او هېوادوال دواړه عزتمن وای.


No comments:

Post a Comment