۱۱. رښتینې او حقپالې کيسې


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

۱۱.      رښتینې او حقپالې کيسې

د قرآني کيسې یوه ځانګړتیا رښتینولي او حق پالنه ده. له الله تعالی او د خلکو له اجتماعي او فردي رواني حالاتو سره بلدتیا، د عقل اشنا کول اوژمنوسره د زړه د مراندو تړل دي. د انسان په وجود کې د عزتمنۍ پالل او د حکمت د چېنو خوټول. د مفسدینو د فساد افشاء کول، له منځه وړل او د رامنځته شویو ناورینونو جبرانول دي او د بدیو او بدانو بدو پایلو ته د خلکو ځیرول، د پرمختګ له اساسي منابعو نه د بشري پرګنو خبرول او پوهول دي.

«وَلَقَدْ جَاءَهُمْ مِنَ الْأَنْبَاءِ مَا فِيهِ مُزْدَجَرٌ (٤) حِكْمَةٌ بَالِغَةٌ فَمَا تُغْنِ النُّذُرُ (٥)».[1]

(دغو خلكو ته، د پخوانيو قومونو، کيسې راغلي دي چې له بې لاریو څخه یې د منع كېدو لپاره د پند درس دى او داسې بشپړ حكمت دی ؛ خو پر دوى د خپلو پېغمبرانو خبرې اغېز نه کوي).



[1]. القمر: ۴-۵.


No comments:

Post a Comment