لیکوال:محمدناصر حلیمي
د پند اخیستنې هسکه بېلګه
عبدالله
بن ام مکتوم د پند اخستنې بېلګه و، رسول الله
صلی الله علیه وسلم له یو مشرک سره د اسلام د دعوت په یو تاوده بحث بوخت و.
(ناڅاپه) عبدالله بن ام مکتوم رضي الله عنه راغی او رسول الله صَلَّى اللَّهُ
عَلَيْهِ وَسَلَّم ته يې وویل: پوه، پاک او هوښتيار مې کړه!
رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې مخ بلې خوا
واړاوه.
عبدالله بیا پرې غږ وکړ. رسول الله صلی الله علیه وسلم تندی
تریو کړ. د رسول الله صلی الله علیه وسلم هدف دا و چې زما او ستا خبرې وروسته هم
کېدای شي اوس پرېږده، چې له دې مشرک سره دعوت لپاره استدلال وکړم، زه او ته به بیا
سره ګورو.
الله تعالی خپل کریم پېغمبر په دې ملامته کړ او ورته وویل:
«عَبَسَ وَتَوَلَّى (١) أَنْ جَآءَهُ الْأَعْمَى (٢)
وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّهُ يَزَّكَّى (٣) أَوْ
يَذَّكَّرُ فَتَنْفَعَهُ الذِّكْرَى(٤)».[1]
(وچولى يې
تريو شو او مخ يې واړاوه، چې هغه (نابینا) ورته راغی، ته څه خبر يې، چې هغه به ځان
پاک او پوه کړي. يا ذکر ته ځير شي ذکر ورته ګټه
ورسوي).
له مستبدو او بر فراجه استادانو نه زده کړه، په
شاګرد کې د کسات، رټنې او ځپنې روحیه پیاوړې کوي. هره ټولنه هومره نېکمرغه ده، څومره
چې یې تعلیمي نظام خوندور، مینه ناک، عالمانه او کریمانه وی. زموږ د ناخوالو یو
لوی لامل مستبد تعلیمي نظام، ځپونکي ښوونکي، ویناییز تدریسي بهیر او غیر
عملي ښوونه او بې نتیجې
روزنه ده.
پخوانیو
اسلامي پوهانو په دې اړه ډېرې د کار څېړنې، ګټورې لیکنې او په زړه پورې لارښوونې
درلودې چې اروپايي ټولنې ترې ګټه واخیسته او ځان یې دې کچې ته ورساوه، چې اوس يې
له برکته د نصاب په اړه لویدیځوال ډېرې ښې او ګټورې تجربې لري، چې باید ګټه ترې واخستل
شي. پوهانو يې د پیدا ګوژۍ او انداراګوژۍ[2] داسې عملي او نظري اصول وضع کړي دي، چې زده
کړه يې بې حده اسانه کړې ده. تېر زرین تاریخ ته په کتو دوی ټول د ابن جماعه، ابن
مسکویه، غزالي، ابن خلدون، شاطبي رحمهم الله تعالی او نورو مسلمانانو شاګردان دي، هغه
وخت دوی د ښوونکو، ښوونې روزنې په اړه شهکارې ليکنې کړې وې چې اروپا لا د کاشفینو
په اعدام بوخته او امریکا لا زېږېدلې هم نه وه.
اوس موږ د ځان ژغورنې او پرمختیا لپاره باید له پخوانیو
اثارو او اوسنیو ګټورو څېړنو څخه درنه او بې ساري ګټه
پورته کړو. چې لاندې آیت د دین په اړه تطبیق کړای شو:
«ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ
الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ
بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ».[3]
(اى پېغمبر صلى الله عليه وسلم، د خپل رب لوري
ته په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه او له خلكو سره ډېره غوره مباحثه وكړه. ستا
پروردګار ډېر ښه پوهېږي چې څوك د هغه له لارې اوښتى دى او څوك پر سمه لار برابر دى).
«وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا
مِمَّنْ دَعَا إِلَى الله وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ
(٣٣) وَلَا
تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ
فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ (٣٤)
وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الَّذِينَ صَبَرُوا وَمَا يُلَقَّاهَا
إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍ (٣٥) وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ
الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ».[4]
(او د هغه چا تر خبرې به ډېره ښاېسته خبره د بل چا وي چې د الله تعالی خواته يې
بلنه وركړه او نيک عمل يې وكړ او ويې ويل چې زه مسلمان يم او اى پېغمبره! نېکي او بدي يو
شانته نه دي ته د بدۍ مخنیوى په هغې نيكۍ وكړه، ته به وګورې چې له تا سره چې د چا
دښمني لوېدلې وه، هغه دې لكه صميمي دوست ګرځېدلى دى.
دغه صفت د صابرانو په برخه دی او دغه مقام د هغو په برخه كېږي چې د لویې
برخې خاوندان وي او كه ته د شيطان له خوا ولمسول شې ؛ نو پر الله تعالی پناه يوسه، هغه هر څه اوري او پوهېږي).
پورته آیت ته په کتو، تبليغي جریان سره زما د تجربې له مخې که موږ غواړو د ټولنې
عقلي او اخلاقي کچې ته وده ورکړو، ښوونکي مو بايد له تبليغي جریان سره هر کال څلوېښت ورځې تشکيل ته ووځي او دننه په تبليغي
جریان کې دوی ته د انسان د پالنې پر آرونو او اصولو ښوونې او روزنې رامنځته شي.
[1]. عبس: ۱-۴.
[2]. پیدا ګوژي دماشومانو
زده کړه او اندراګوژي د مشرانو زده کړه ، د قرآن کریم او نبوي احادیثو ستره ستونزه
د زدکړې له پلوه دا ده ، چې د عقلي ، عاطفي او جسمي عمر پر محور آیتونه او نبوي
احادیث مسلکي تفکیک نه دی شوی ، مسلمانان ژمن دي چې د دواړو پړاوونو لپاره آیتونه او نبوي احادیث د
نویو علمي څېړنو پر معیارونو تفکیک او یو سهل الهضم ، اسانه او ګټور نصاب بشري
پرګنو ته وړاندې کړي.
[3]. النحل: ١٢٥.
[4]. القصص: ۳۳-۳۶.
No comments:
Post a Comment