پر قوم ظلم
په قرآن کې (۴۱۳) ځلې د قوم کلمه یاده شوې ده. د قوم پالنې ارزښت، د
قوم ځپنې بد سیستمونه او بدې پایلې، د قوم حق پر پوهانو، د ناپوهو قومونو کړنې د
خپلو پوهانو له لارې د قومونو د پرمختیا او شاتګ سیستمونه او لاملونه، عزتمن
قومونه، سپک قومونه، د ظالمو قومونو او مظلومو قومونو مواصفات، د قومونو د عروج او
زوال لاملونه، عاملین، دودونه، جوړښتونه او سیستمونه، له ظلم او مظلومیت څخه د ځان
ژغورنې دودونه او سیستمونه، ظالم قومونه او د قومونو یووالی او اختلاف، تېروتي او غولېدلي قومونه، قومپاله او قوم ځپونکي
مشران او مشروټان، ظلم او ظالم پلوه قومونه او داسې نور ټول په قرآن کې یاد کړي دي.
رسول الله ﷺ قومپالنې
ته خلک هڅول او په قومي شعارونو د ولسونو له پارولو څخه منع کړي، نن د قوم پالنې
په پلمه یو قوم د بل پر وړاندې جنګوي او هڅوي، بیا ورته قوم پالنه وايي، د قوم له
سرونو څخه زینه جوړوي، ځان او خپله کورنۍ لوړو پوړیو ته رسوي، د خپل قوم د پرمختیا
نقشه او لایحه هم ورسره نه وي ؛ خو ځان ته قوم پال وايي او کله چې يې منصب له ګواښ سره مخ شي بیا د خپل قوم د حقونو د دفاع درواغجنې خبرې کوي.
داسې دروغجن مشران زه پېژنم چې د زمکو پر غصب يې خپل ولسونه بې کوره کړي دي، د خپل
قوم با استعدا ده ځوانان یې له علمي پرمختیاوو لرې ساتلي او په ډوډۍ خپله دروازه
پرې ساتي.
د یوه فیلسوف خبره مې لوستلې وه، چې وايي:"كه د سلو زمریانو مشري یو
سپي ته ورکړ شي، ټول قوم د سپي په مرګ
وژل کېږي او که د سلو سپيو مشري یو زمري ته ورکړې ؛ نو ټول د زمري غوندې ژوند کوي".
دغسې دروغجنو قومپالو
ته چې د خپلو ولسونو احساسات د نورو قومونو پر وړاندې پاروي پېغمبر اکرم ورته خوسا او بدبویي
ویلي دي.
رسول الله ﷺ وویل: «دعها فانها منتنة». [1]
(تعصب پریږده! تعصب بدبویي ده).
او بل روايت كې: «دَعُوهَا
فَإِنَّهَا خَبِيثَةٌ ». [2]
(پرېږده دا یو چټل کار دی).
هغه قومي مشر چې خپل قوم ته د علمي پرمختیاوو نقشه
او هڅه نه لري او د دوی ړانده احساسات د خپلو سیاسي او اقتصادي سيالانو پر ضد پاروي او کاروي
فرعوني مشر دی چې خپل قوم په دنیوي او اخروي سپکاوۍ ښکېلوي.
«إِذْ تَبَرَّأَ الَّذِينَ اتُّبِعُوا مِنَ الَّذِينَ
اتَّبَعُوا وَرَأَوُا الْعَذَابَ وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ الْأَسْبَابُ (١٦٦) وَقَالَ
الَّذِينَ اتَّبَعُوا لَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَتَبَرَّأَ مِنْهُمْ كَمَا
تَبَرَّءُوا مِنَّا كَذَلِكَ يُرِيهِمُ الله أَعْمَالَهُمْ حَسَرَاتٍ عَلَيْهِمْ
وَمَا هُمْ بِخَارِجِينَ مِنَ النَّارِ». [3]
(او هغه خلک چې په دنیا كې يې د هغو پيروي كوله و به وايي
چې كاشكې يو ځل بېرته دنیا ته زموږ تګ شوى واى ؛ نو څنګه چې نن دوى له مونږه
بيزاري څرګندوي، موږ به هم له دوى نه بېزاري ښكاره كړې واى په دغه راز به الله د دې خلكو هغه
عملونه چې دوى يې په دنیا كې كوي داسې د دوى مخې ته كيږدي چې دوى به د افسوس او
پښېمانۍ لاسونه مروړي ؛ خو له اور نه د وتلو هېڅ لار به پيدا نه كړي).
ولس باید د خپلو
مشرانو نه تل یوه پوښتنه وکړي چې د هلکانو او نجونو لپاره د علمي پرمختیاوو، سیاسي
ثبات، اقتصادي پراختیا، اخلاقي سپېڅلتیا او اجتماعي عدالت په اړه دې څومره، څرنګه
او څنګه فعالیت کړی دی؟
تاسو پېغمبران وګورئ!
د خپلو قومونو درناوی یې تر دې بریده کاوه چې د قوم لخوا دومره وهل کېږي ؛ خو بیا
هم چې د هغوی په اړه چې خپل علمي مسؤولیت يې نه دی ادا کړی او د هغوی علمي کچه یې
نه ده لوړه کړې، هغوی معذور ګڼي او له الله تعالی نه ورته بښنه غواړي.
عَنِ ابْنِ مَسْعُودٍ رضي الله عنه قَالَ:
كَأَنِّي أَنْظُرُ إِلَى النَّبِيِّ ﷺ يَحْكِي نَبِيًّا مِنْ الْأَنْبِيَاءِ، ضَرَبَهُ
قَوْمُهُ فَأَدْمَوْهُ، وَهُوَ يَمْسَحُ الدَّمَ عَنْ وَجْهِهِ وَيَقُولُ:
«اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِقَوْمِي فَإِنَّهُمْ لَا يَعْلَمُونَ». [4]
(د ابن مسعودر ضي الله عنه روايت دی
وايي: داسې انګېرم چې همدا اوس پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته ګورم او هغه راته له
پېغمبرانو د کوم يو پېغمبر کيسه کوي، چې خپل قوم وواهه او وينې يې پرې روانې کړې، نو
ده به له خپل مخ نه وينې پاکولې او ويل يې: ای الله تعالی! زما قوم ته بښنه وکړې
چې دوی نه پوهېږي).
دننه په قوم کې د
تربګنیو رامنځته کول، یا خپل قوم د نورو قومونو پر ضد را پارول، په ژبنیو، سیمه ییزو او مذهبي تعصباتو کې د قوم ښکېلول پر قوم ستر ظلم
دی.
هر انسان چې خپل قوم ته څومره ډېر
دوستان پیدا کړي، څومره يې له دښمنۍ وساتي او څومره یې د نورو بشري پرګنو لپاره د
خیر ذریعه کړي ؛ هومره د ستاینې او مننې وړ قومپال دی.
نا اهله مشران د خپلو قومونو ورنده او مستعد
ځوانان واړه ساتي. د فن، علم، مسلک، کار او زیار پرځاى شعارونه، ژوندي دې
وي، مړه دې وي، ورباندې زمزمه کوي، پر تېرو تاریخونو يې د
حکايت او شکايت په احمق سازه تعبيراتو کې داسې بوختوي چې حال او
راتلونکي، پرمختياوې او ژمنې ترې هېروي.
زموږ عجيبه ټولنه ده
هغه رهبر چې لس ګرامه دماغ او پنځه ګرامه عاطفه لري د اقتصادي ستونزو له امله هغه
څوک ورته چاپلوسي کوي چې د ماغ يې سل ګرام او د عاطفې په اړه يې څه نه وايم.
[1]. قشيري مسلم بن الحجاج ،
صحيح مسلم ج 12 ، ص 465.
[2]. بخاري جعفي محمد بن
إسماعيل، ( الجامع الصحیح) ، صحيح البخاري ج 4 ، ص 183.
[3]. البقرة: ۱۶۷.
[4]. بخاري جعفي محمد بن
إسماعيل، (الجامع
الصحیح) ، صحيح البخاري ج 4 ، ص 176.
No comments:
Post a Comment