له قرآن کریم نه د استفادې پنځه لسمه تګلار: جهل په علم، ظلم په عدل، فساد په اصلاح او بی نظمي په نظم بدلول


لیکوال: محمدناصر حلیمي

۱۵. د تور تم زړه په لمر څېرول

دا کتاب خلک د شرک، جهل، ظلم، نا امنۍ، بې نظمۍ، ولږې، بېکارۍ او تمبلۍ له تورو تيارو څخه باسي او د توحيد، علم، عدل، امن، نظم، ځان بسنې، خودکفائۍ، د کار و زیار رڼاګانو ته يې ننه باسي، د بشري پرګنو د سعادت په موخه چې پورته هوډ له انسان سره څومره پیاوړی وي هومره له قرآن نه ګټه پورته کولای شي.

څومره چې ځانپالی او ټولنهېره وي هومره له قرآني آیتونو سره یې د زړه او عقل مراندې شلېدلې وي.

مؤمنې پرګنې د قرآن په رڼا ژمنې دي، چې د دې تیارو د ورکولو او رڼاګانو د خورولو لپاره په نړېواله کچه باکفایته تشکیلات او بسنده پلي کېدونکي اصول او کاري مبتکرې ډلې وړاندې کړي.

«الر كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ (١) الله الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَوَيْلٌ لِلْكَافِرِينَ مِنْ عَذَابٍ شَدِيدٍ (٢)».[1]

(الر- (اى پېغمبره!) دا يو كتاب دى چې درباندې مو نازل كړی دى، چې خلك له تروږمېو نه راوباسې او رڼا ته يې راولې، د هغو د رب په توفيق سره، د هغه ذات لارې ته چې زورور او پخپل ذات كې پخپله ستايل شوی دى- او څه چې په اسمانونو او ځمكه کې دي، ټول د الله تعالی په واک کې دي او کفارو ته دې د سخت عذاب تباهي وي).



[1]. ابراهیم: ۱-۲. 

No comments:

Post a Comment