۹. قرآني رڼا او زړونه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۹.         قرآني رڼا او زړونه

قرآن هغو مؤمنانو ته هدايت او رحمت دى، چې سپېڅلتيا او د حق پالنې هڅه او شهامت ولري، قرآني رڼا د بې ایمانه، باطن لړليو او ناپاکو خلکو زړونو ته نه کېوځي، لکه فزیک چې اجسام پر درېو ډولو (شفاف، نیمه شفاف او مکدر) وېشي، قرآن کريم هم انساني عواطف او عقلونه همداسې وېشي، هغه ولسونه چې له قرآني هدايت څخه بې برخې دي، په دنیا او آخرت کې یې په دردناکو او ښو اعمالو ته ځيروونکو او ويښوونکو عذابونو اخته کوي، هوښيار، لوراند او متحد ولسونه خپلو وګړيزو او ټولنيزو نېمګړتياوو ته ځيرېږي، خپلې تېروتنې جبرانوي. ناپوه او ظالم ولسونه په ناپوهۍ او ظلم کې لا وده کوي او خپله ټولنه د تباهۍ کندې ته غورځوي په داسې ټولنه کې ظلمونه کېږي او ناوړه پايلې يې په عالمانه الفاظو او منافقانه موخو د اشخاصو او شخصي اغراضو په پار عادلانه او ګټور توجیه کېږي.


No comments:

Post a Comment