له قرآن کریم نه د استفادې نهمه تګلار: اخلاقي قوت


 لیکوال: محمدناصر حلیمي 

لیکوال: محمدناصر حلیمي

۹. اخلاقی قوت

په قرآن کریم کې ۱۵۰۴ آیتونه د اخلاقو د ارزښت په اړه راغلي دي، څومره چې دغو اخلاقو ته انسان ژمن وي هومره قرآني رڼا يې زړه او عقل لا روښانه او د قرآن تطبیق ته یې په منتجه بڼه چمتو کوي.

ژمن عقلونه او امانتکار زړونه قرآني اوامر او نواهي ساتلى او پاللاى شي.

قرآن کریم د اخلاقو په قوت زده، عملي او خپرېږي د قرآن کریم حاملين باید خوږ ژبي، نېکان او نېکخویه وروزل شي، له ماشومتوبه باید ورته کورنی، تعلیمي او اجتماعي محیط عالمانه، عاملانه، عادلانه او کریمانه شي.

قرآن کریم د سپېڅلي، امانتکار، عادل، خدمتګار او غښتلي ملت او پوهانو په موجوديت کې رښتیني ويښ او کارنده پلويان پیدا کوي، د سپېڅلي عادلانه نظام او امين ملت د ایجاد لپاره باید د بشري استعدادونو په روزنه د عواطفو په سپېڅلتيا بې توپیره او له تبعیضه پرته ستره پانګونه عملي او علمي زیار ګالنه وشي او دا هله کېدای شي، چې په بشري پرګنو کې د تعصب او جهل ټول ډولونه له منځه ولاړ یا لږ ترلږه بې
باوره شي.

که د نړۍ په کچه نه وي، دیني عالمان باید خپل تعصبات د خپل دین او خلکو د مصلحت لپاره پریږدي په دی ټول پوهېږی چې په ناپوهو او عقده منو ولسونو کې د تعصب بازار ګرم دی، بی ارزښته شيان هم خریداران لري. په تعصب کې د ښکېلو کسانو پلويان ټولنه کې ډېر وي.

همدومره بس دی، چې مسلمانانو پېړۍ پېړۍ له کنځلمارو متعصبو قیادتونو نه خپل ژوند او پت ځار کړى دی. هغه ایمان، دین او اسلام چې له اخلاقو خالي وي په تودو شعارونو کې زمزمه کېږي په ګڼو آیتونو او احادیثو کې دروغجن ګڼل شوي دي.

د قرآن کریم د پلویانو د ادعا رښتیا او دروغ له دې ښکاري، چې بشـريت يې په څومره کچه له تورتمونو څخه رایستلی او د ژوندانه څومره ډګرونه يې په علم او عدل روښانه کړي او څومره لار ورکو ترې لار موندلې ده، لاندې آیت کې د نبوي ژمنو محوري لړلیک ته ځير شئ، چې د بشري پرمختیاوو په اړه څومره ژورې لارښوونې لري.

«هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ اٰيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ».[1]

(الله تعالی هغه ذات دى، چې په نالوستو او اميانو كې يې پېغمبر له همغوى نه راپاڅاوه، چې هغو ته یې آيتونه لولي، د هغوى ژوند سپېڅلى كوي او د كتاب او حكمت عملي ښوونه ورته كوي، په داسې حال كې چې له دې نه مخکې په څرګنده بېلارۍ کې
پراته وو
).

په بشري ټولنو، په تېره مسلمان مېشته هېوادو کې ماشوم، ښځې او نارینه په اعتقادي، عبادي، ادبي، مادي، معنوي، دنیوي، اخروي، سياسي، اخلاقي اجتماعي، اداري، تعلیمي، تحقيقاتي، اقتصادي، زراعتي، صنعتي، روغتیايي، عملي، علمي بحرانونو، ناورینونو، تېریو، کړکېچونو، ظلمونو، بلوسو کې ولې وژل کېږي؟ کړېږي، ځورېږي، ژوبلېږي، ځپل کېږي، رټل کېږي، وهل کېږي، دل او دګل کېږي؟

په نبوي دود د قرآن کریم د زده کړې او تطبیق لپاره منلی تعلیمي او تحصیلي سیستم، د عقل، روان او جسم له پلوه د پیاوړي قرآني اهدافو پلي کولو لپاره منظمه او منسجمه کاري تشکیلاتي ډله، د بشري ستونزو حل ته د عیني مصداقونو لړلیک او دې لپاره د قرآني شفا بښونکو لارښوونو د کره وقايې او پوره درملنې معیاري تشخیص او تضمین شوي تجویز لپاره روزل شويو ژمنو متخصصینو د روزلو لپاره برنامه، امکانات او چاپېریال بايد جوړ کړو.



[1]. الجمعة: ٢.


No comments:

Post a Comment