نبوي مدرسه کې طبي روزنتون


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

نبوي مدرسه کې طبي روزنتون

په نبوي مدرسه کې چې کوم کسان روزل شوي دي د ژوندانه له ټولو اړخونو سره بلدتیا درلوده او د ژوند په ګڼو ډګرونو کې د خیر او ښېګڼو چینې او سرچینې وې، د بېلګې په توګه عائشه رضی الله عنها په اړه لاندې روایت ولولئ!

عن عروة، قال: ما رأيت أحداً أعلم بالطب من عائشة، رضي الله عنها. فقلت: يا خالة، ممن تعلمت الطب؟ قالت: كنت أسمع الناس ينعت بعضهم لبعض فأحفظه.[1]

 ( له عروة رضی الله عنه نه روایت دی چې ویل یې: تر عائشې رضی الله عنها مې په طبابت کې پوه کس نه دی لیدلی، ما وپوښتله: طبابت دې له چا زده کړ؟ هغې وویل: له خلکو مې د دوا د تجویز مواصفات آورېدل او زده کول مې ).

موږ مسلمانان د اسلام د برم د ژوندي کولو لپاره دغه نبوي سنت چې په طب کې باید د نړۍ په کچه تر مسلمانو مېرمنو سترې طبیبانې د نړۍ په کچه نه وي ژمن یو، په طبي روزنه کې پر ښځمنو پانګونه کول زموږ دیني وجیبه ده، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ګڼو دینونو او مذهبونو پلویان باید په پوره باور زموږ طبیبانو ته د درملنې لپاره راشي، هره مسلمانه مېرمنه باید طبیبه وي، یوه برخه يې د لومړنیو مرستو لپاره نرسه او پرستاره وي، دوهمه برخه يې د عمومي طبابت معالجې وي، دریمه برخه یې متخصصینې، څلورمه برخه يې نړېوالې طبي څېړندویانې او پنځمه پکې نه وي، په ځانګړي توګه د مور او ماشوم په ژغورنه او درملنه کې د غذا او دوا له لارې د انسان په عقلي، عاطفي او جسمي متوازنه وده کې.

د ښځینه طبیبانو د روزلو او ټولنې ته د خدمت لپاره د وړاندې کولو سنت به د پېغمبر صلی الله علیه وسلم ریښتیني وارثان را ژوندي کوي، که د عزت بښونکي قرآن تر څنګه د مسلمان د سقوط د لامل پوښتنه رانه وشي، زه به ووایم پر طبابت مو مادي او معنوي پانګونه نه ده کړې.

ځینې داسې فکر کوي چې د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د مدرسې نارینه او ښځینه زده کوونکي فقط لمانځه، روژې، زکات او حج زده کړه کوله، په داسې حال کې چې د ژوندانه په ګڼو اړخونو کې د بشري سعادت د تضمین ټول اقتصادي، سیاسي، روغتیايي، امنیتي، فرهنګي.. اړخونه یې زده کول او عملي کول.

که موږ پر نارینه و په عامه توګه او پر ښځمنو په ځانګړې توګه په طب کې پراخه پانګونه وکړو زموږ د ژوندانه ډېرې تیارې برخې به رڼې او د طيب خوراک طيب څښاک، طیب نسل، طیب ښار او حیاة طیبة په وړاندې کولو سره به بشري پرګنو ته د مادي او معنوي سعادت ذریعه شو.



[1] . الشيباني ابو عبد الله أحمد بن محمد بن حنبل بن هلال بن أسد بن حنبل ، مسند أحمد ج ۴۰ ص ۴۴۲.


No comments:

Post a Comment