لیکوال:محمدناصر حلیمي
د سورتونو پیلامه، د رحم ولوله
“بسم الرحمن الرحيم” د هر سورت هغه مینه ناکه پیلامه ده، چې په لوستو یې هر لورانده او عاقل
پوهیږي چې د قرآني لارښوونو اساسي محور مینه، ډاډ او رحم
دی. د قرآن کریم هر سورت په ” بِسْمِ الله الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ” پیلېږي، چې الرحمن د فعلان په وزن سره لوی او ستر لوروونکي ته وايي او رحیم د فعیل په وزن همېشني لوروونکي، رحم کوونکی ته وايي هدف
يې دا دی، چې د دې قرآن حاملین د لوی او مسلسل رحم لرونکي وي، د دې قرآن وروستی هدف په
بشري ټولنه کې د لوی او تلپاتې رحم رامنځته کول دي.
وايي چې مولینا الیاس رحمه الله خپل
یو شاګرد وواهه له وهلو یې وروسته عذر ته ورغی او ورته وویل: ومې بښه!. شاګرد
وویل:"بښلی مې یې".
د مولينا صاحب زړه
بيا هم نا قراره و، د مدرسې د نورو استادانو په ملتيا له ډالیو سره په
ننواتې ورغى شاګرد ورته بښنه وکړه او مولينا په دې کار ډېر خوښ شو[1].
د مولينا الياس
رحمة الله عليه دغه عمل د دې لامل شو، چې الله تعالی ورته داسې یوه داعي ډله وبښله چې د
اسلام دین یې د نړۍ ګوټ ګوټ ته په پوره ایمان ورساوه.
زویمر[2]
وايي: (موږ په الوتکو کې لرې پرتو سیمو ته تللي یو، هلته دوی (تبليغي جماعت) تر موږ مخکې پلی رسېدلی او خلک یې
د اسلام دین ته رابللي دي).
که زموږ درانه سرمدرسین غواړي
تدریس او هڅې یې په زړه پورې او مثمره نتیجه ورکړي
باید ښوونیزه کړنلار عالمانه او روزنیزه تګلار رحیمانه، کریمانه او عادلانه کړي.
مولينا اشرف علي تهانوي رحمه الله وايي: «که تاسې یو شاګرد ووهئ، دغه وهل له شاګرد
او استاد هېرېږي خو له الله تعالی نه هېرېږي».
No comments:
Post a Comment