لیکوال:محمدناصرحلیمي
۸. ویښتیا
د حال او مستقبل په اړه بې پروايۍ،
د ټولنیزو ارزښتونو سپکاوی، له ټولنیزو دردونو څخه ناخبري، له شتو بشري او طبیعي
منابعو څخه غفلت وګړي او ټولنې تباه کوي ؛ خو قرآني کيسې انسان کې د تېرو کيسو په
رڼا کې د حال او مستقبل د جوړولو ځواک پیداکوي او د غفلت له خوبه يې راویښوي او د
پرمختياوو پر کړنلارو يې پوهوي.
الله تعالی وايي: «نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ
بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَذَا الْقُرْآَنَ وَإِنْ كُنْتَ مِنْ قَبْلِهِ لَمِنَ
الْغَافِلِينَ».[1] (اى محمده (صلى الله عليه واله وسلم)! تر ټولو ښکلې
کيسه درته ځکه بيانوو چې قرآن کریم مو درته وحې كړى،
كه څه هم مخكې ترې بې خبره وې).
No comments:
Post a Comment