رحیمانه تدریس


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۲۷      رحیمانه تدریس

      را لېږونکی یې رحمن، رحیم، رب العلمين، جواد او کریم دی. حامل يې رحمة للعلمين دی. پېغام يې رحمة للعلمين دی. ښوونکی هم باید له ترحم او مینې ډک وي. محیط یې هم باید کریمانه او رحیمانه وي. درسي دود یې هم باید د رحم عالي بېلګه وي. د ښوونکي او زده کوونکي ترمنځ اړیکه هم عالمانه، رحیمانه، کریمانه، د مادي او معنوي نتایجو پر محور ټینګه او ګټوره وي. نصاب هم د شاګرد له عقلي، عاطفي، جسمي کچې سره برابر او د دوی د متوازنې ودې لپاره جوړ شي. درسي وسایل هم باید د قرآن کریم شاګرد ته خواږه او خوندور کړي. نتایج یې په فردي او اجتماعي کچه لوړ، خوندور او ګټور وي. اعصاب لا غښتلي کړي نه کمزوري. ضمیر ډاډمن کړي، نه سرګردانه. وجدان صیقل، روح روښانه او روان پياوړی کړي. بشـري پرګنې یوموټی او متحدې کړي، نه متفرقې، تیت او پرکې. بشـري ستونزې ورژوي، نه دا چې نورې وزېږوي. د بشر د نېکمرغۍ کچه لوړه او د بدمرغۍ هغه ټیټه کړي. د وینې بهونې مخه ډب شي، ژوند ته ارزښت او انساني پرمختياوو ته درنښت وبښي. د اختلاف او تعصب کچه را ټیټه د ورورګلوۍ هغه لوړه کړي. د تقوی او احسان کچه پورته او د ګناه را ټیټه کړي. ټولنیز جوړښت داسې شي، چې شخصیتونه پکې وده او د انسان نیمګړتیاوې پکې معالجه شي. خیر رسول باید د هر انسان د زړه ارمان، وروستۍ هیله او د ټولنیزو رنځونو درملنه شي. دا هله کېدای شي چې ښوونکي، درسي دود، تعلیمي وسایل، درسي چاپېريال، درسي موخې، درسي تګلاره او کړنلاره په کره او پوره بڼه نبوي شي.

الله تعالی فرمايلي: «وَمَا كُنْتَ تَرْجُو أَنْ يُلْقَى إِلَيْكَ الْكِتَابُ إِلَّا رَحْمَةً مِنْ رَبِّكَ فَلَا تَكُونَنَّ ظَهِيرًا لِلْكَافِرِينَ».[1]

(ته هېڅكله د دې خبرې هيله من نه وې، چې پرتا دې كتاب نازل كړاى شي، دا خو یواځې ستا د رب په مهربانۍ (پرتا نازل شوی دى) نو ته د كافرانو ملاتړ كېږه مه).

نو، وحم او لور نه د قرآن د زده کړی، تطبيق او ترويح بنسټ دی،



[1]. القصص: ۸۶.


No comments:

Post a Comment