د امام احمد بن حنبل رحمه الله تشخیص او تجویز


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

د امام احمد بن حنبل رحمه الله تشخیص او تجویز

دا چې يو خبر په وړو خبرو کې او اصول په فرعو کې ورک نشي دغه ستر امام لاندې تجويز لري.

امام احمد بن حنبل (164 – 241 ه، 780 - 855م) كال، زموږ د ټولنیز رنځ درملنه تجویز کړه، د امام احمد بن حنبل رحمه الله په اړه امام الشافعي رحمه الله وايي: «خرجت من بغداد وما خلفت فيها أفقه ولا أروع ولا أزهد ولا أعلم ولا أحفظ من ابن حنبل».[1]

(له بغدا ده چې را ووتم تر ابن حنبل فقیه، پاکلمنی، له نارواوو ځان ژغورونکی، ډېر پوه او د قران او احادیثو ښه حافظ مې و نشو موندلاى).

داسې عالم چې د زمانې مفسد او حاسد چارواکي ۱۸۰۰۰ قمچینې وواهه ؛ خو بیا يې هم باطل ته غاړه کېنښوده. د اسلامي امت د سیاسي، اجتماعي او حقوقي دردونو درملنې لپاره داسې حاذقانه نسخه وړاندې کوي: «أبو بكر الدينوري ذكر رواية عن أحمد أن كل مجتهد مصيب بناء على اذنه لبعض من استفتاه أن يقلد غيره من المفتين إذا افتاه بخلاف قوله وصنف رجل كتابا سماه كتاب الاختلاف فقال سمه كتاب السعة ولا تسمه كتاب الاختلاف».[2]

(ابوبکر الدینوري له احمد نه داسې روایت نقل کړی دی، چې د هر مجتهد نظر سم دی چې کله یو څوک فتوا غواړي او دی ورته د نورو علماوو د نظر پر خلاف فتوا ورکوي. یو سړي د"كتاب الإختلاف"په نامه کتاب ولیکه، ده ورته وویل:"كتاب السعة"يې ونوماوه او"كتاب الإختلاف"يې مه نوماوه).

"كتاب السعة"یعنې د پراختیا کتاب، یعنې د دین لمنه دومره پراخه ده چې دا ټول اجتهادي موضوعات پکې ځای لري او دا د دې وړ نه دي، چې دیني عالمان یو بل وکنځي، یو بل پسې سپکې سپورې ووايي او عوام د مذهبي اختلافاتو په پار د یو بل پر ضد په کینو، بدبینیو او وژنو راګډ کړي، د اسلام له بنسټيزو خبرو څخه يې ناخبر کړي او ځان لپاره ساده زړي عوام د تایید توکي کړي.

دغه جمله باید د ټولو اسلامي مذاهبو او اسلامي ګوندونو د هرې مدرسې پر دروازه ولیکل شي ؛ زموږ دیني عالمان په ناندریزو مستحباتو کې د بې ګټو مناقشو له ناسور او سرطان څخه وژغورل او د بشریت په اړه د ژوند بې کیفیته تعلیمي جریان ته څېړنیز او ګټور کیفیت وبښي، دروغجن روغتیايي سیستم رښتینی علمي او مسلکي کړي. لالهاندو پلرونو ته چې د خپلو اولادونو په روزنه کې پاتې راغلل، رغوونکې او روزونکې طرح ورکړي. نهیلو میندو ته چې سره له پاکلمنۍ او پاک خوراکۍ د کاري نسل په ورکړه کې پاتې راغلې دي، د با کیفیته نسل د ایجاد نقشې او برنامې ورکړي. د بېکاره او سړیتوب ځپونکي اقتصادي نظامونو پر ځای شخصیت بښونکی اقتصادي سیستم رامنځته کړي. د بې ثباته ژبورو او خوله ورو ساحرانو پر ځای سترو او سپېڅليو ته سیاسي واک ور وسپاري.

د لمانځه په ظاهري بڼو کې د بدلون پر ځای پر خشوع، خضوع، نیت، پوهې او غوښتنې ټینګار وکړي، ټولنيزې اړيکې سمې او رښتينې کړي، زه نه پوهېږم هغه عالم چې په ناندریزو مستحباتو کې په داسې حال کې بوخت دی، چې انسانیت زرګونه دردونه او لکونه آهونه لري، زرګونه مسوولیتونه، ژمنې او فرایض تر پښو لاندې دي.. الله تعالی ته څه ځواب لري؟

خو ولې د دغه معتمد او معتبر عالم نسخه تطبیق نشوه؟

زما په باور که پورته نسخه عملي شوې وای، نن دومره مهاجرتونه، جلاوطني، اوښکې، آهونه او دردونه نه رامنځته کېدل، د اوسني نسل په ځوانو کادرونو کې په ګڼو مذهبونو او ګوندونو کې ډېر داسې شخصیتونه لرو، چې دغه نسخه تطبیقولای او له دې لارې د بشري پرګنو ماته بېړۍ د شیطاني وسوسو له خطرناکو څپو ژغورلای شي.



[1]. الدمياطي ، أبي بكر ابن السيد محمد شطا ، حاشية إعانة الطالبين على حل ألفاظ فتح المعين لشرح قرة العين بمهمات الدين ، ج1 ، ص 25.

[2]. المقدسي ، عبد الرحمن بن إبراهيم بن أحمد ، أبو محمد بهاء الدين ، شرح العمدة ، ص 567.


No comments:

Post a Comment