لیکوال:محمدناصر حلیمي
رحم ته پاملرنه
١. قرآن کریم د انسان په زړه او ضمير کې د رحم خوږې
خوندورې چينې راخوټوي.
٢. دا کار هله
ممکن دى چې د قرآن کریم تدريس ته مهربانه او مشفق چاپېريال، عاقل او پر انکشافي
اروا پوهنه پوه او روزل شوی استاد
وټاکل شي.
٣. قرآن کریم غواړي انسان داسې وروزي چې رحمة للعلمين شي، که نشي کېداى د ټول
انسانيت لپاره شي، که نشي کېداى رحمة للمؤمنين شي.
٤. که سخت زړي او بد خویه انسان ته قرآن کریم وښودل شي او د بې رحمۍ د رنځ درملنه يې
ونشي، نو قرآن کریم د ټولنې د مادي او معنوي نسکورېدا لپاره استعمالوي.
٥. رحم باید عالمانه او عادلانه وي.
٦. رحم باید عزتمن وي.
٧. رحم باید د هدايت په
جامه کې وي.
٨. د قرآن کریم په تدريس کې د تصوف له هغې برخې نه
چې په انساني عواطفو کې د مينې، لورنې
او مهربانۍ احساسات وپنځوي، وده ورکړي، د غوسو غچ اخستنې احساس پکې رحيمانه، عادلانه کړي، احساسات پیاوړي او
متوازن کړي ځای پرځای کړو.
٩. تر دولسم
ټولګي پورې د تعصب، اختلاف او بد بينۍ خبرې ونشي اختلافي موضوعات په
علمي بڼه د پوهنتون په دوره کې د ټولنيزې اړتیا تر بریده وڅېړل
شي. هغه هم په دې شرط چې د ټولنيزو
پرمختياوو او انسجام مخې ته
خنډ نشي.
١٠. قرآن لوستونکو ته بايد د يوه علمي سير او
سياحت لار هواره شي، د خوارو او
بېوزلو خلکو ژوند له نږدې قرآن سره په ملتیا
وګوري د محروميتونو د حل لارو په اړه یې بحث او مناقشه وشي، آيات او احاديث ورته وويل شي.
١١. د اړتياوو او وړتياوو لست د قرآن کریم له لارښوونو سره
په تړاو ولوستل شي.
١٢. د رحم، مينې، همکارۍ او خواخوږۍ په اړه دې قرآني آيتونه، نبوي احاديث نثرونه او شعرونه په تدريس کې ځاى شي.
١٣. د قرآني حلقاتو روانه وضع دې د ماسترۍ او
دکتورا په کچه د روزنیزو اصولو پر
محور علماً او اخلاقاً تحلیل شي.
۱۴. ۱- د ازهر فقهي مجمع. ٢–
د هند فقهي مجمع ۳-د اروپا فقهي مجمع ۴- د سودان فقهي مجمع ته باید د استفتاء لپاره د
شته تعلیمي ارګانونو یو دقیق راپور وړاندې شي.
15. د نصاب لپاره باید لاندې معیار وټاکل شي: «وَأَهْلُ
الْجَنَّةِ ثَلَاثَةٌ ذُو سُلْطَانٍ مُقْسِطٌ مُتَصَدِّقٌ مُوَفَّقٌ وَرَجُلٌ
رَحِيمٌ رَقِيقُ الْقَلْبِ لِكُلِّ ذِي قُرْبَى وَمُسْلِمٍ وَعَفِيفٌ مُتَعَفِّفٌ
ذُو عِيَالٍ، قَالَ وَأَهْلُ النَّارِ خَمْسَةٌ الضَّعِيفُ الَّذِي
لَا زَبْرَ لَهُ الَّذِينَ هُمْ فِيكُمْ تَبَعًا لَا يَبْتَغُونَ أَهْلًا وَلَا
مَالًا وَالْخَائِنُ الَّذِي لَا يَخْفَى لَهُ طَمَعٌ وَإِنْ دَقَّ إِلَّا خَانَهُ
وَرَجُلٌ لَا يُصْبِحُ وَلَا يُمْسِي إِلَّا وَهُوَ يُخَادِعُكَ عَنْ أَهْلِكَ
وَمَالِكَ وَذَكَرَ الْبُخْلَ أَوْ الْكَذِبَ وَالشِّنْظِيرُ الْفَحَّاشُ».[1]
(جنتیان درې ډوله دي: د واک خاوند چې حق حقدار ته په رښتینولۍ او
موفقیت رسوي. مهربانه سړی چې زړه يې هر خپلوان او مسلمان ته نرم او مهربانه وي. هغه
پاکلمنه چې اولادونه لري ؛ خو له حرامو ځان ساتي.
دوزخیان پنځه ډوله دي: هغه کمزوری چې عقل لري، په هر چا پسې ځي، د خپلې کورنۍ د روزنې او مالي ستونزو د حل لپاره هلې ځلې
نه لري، هغه خاین چې د خیر تمه ترې نه کېږي، د لږ خیانت مخه هم چې ورته هواره شي خیانت کوي هغه خاین چې ستا د مال او
کورنۍ په اړه دوکه او چل درسره کوي، بخل، دروغ، بدعملي او بدې ویناوې يې یادې کړې).
د مدارسو او ښوونځیو تولید باید پورته درې ډوله وي
که پورته درې ډوله تولید و نه لرو په حقیقت کې موږ د دیني
علومو د زده کړې حق نه دی ادا کړی. اوس زموږ ټولنه کې دری ډوله څو سلنه دي او پنځه
ډوله څو سلنه دي؟
د دې پوښتنې د ځواب لپاره باید دیني مدارس، د
اسلام په نامه ایجاد شوي ګوندونه او ټولنې د نیمګړتیاوو د لرې کولو، د زیان د جبران او د تېروتنو د سمون لپاره ژمن
کار وکړي.
که د دیني مدرسې او دیني مؤسسو فارغان، شاګردان او پلویان انحراف کوي، پړه یې پر دین نه ده پر ښوونکي، نصاب، روزنیز سیستم او ښوونیز چاپېریال ده.
No comments:
Post a Comment