لیکوال:محمدناصرحلیمي
په خبر تر بې خبره ولس
په دې لار کې لویه ستونزه د معیاري استادانو، باکیفیته نصاب، با
کفایته تدریسي او اداري ټیمونواو عزتمنو پراخو امکاناتو نشت دى او که شته هم له نشت سره برابر دي.
د نوي نسل د قرآني روزنې مخې ته
لویه ستونزه دا ده چې متاسفانه مدرسې په محلي ملاتړ او عامو خلکو په مرستو او بسپنو چلېږي او هومره امکانات يې نه وي، چې شاګردان پکې لازمه
وده وکړي، ټول ښوونیز او روزنیز دردونه درمل کړي. که څه هم
دولتي دارالعلومونه هم شته، د دولت ډېر امکانات پرې لګېږي ؛ خو د ژمن او با
مسؤولیته کار ادا او اجراء مخې ته لوی او ستر خنډونه د معیاري استادانو، باکیفیته نصاب، با کفایته تدریسي
او اداري ټیمونو، عزتمنو پراخو امکاناتو او د سالمې رهبرۍ نشتوالی دی.
کوم دیني عالمان چې سالمه دیني روزنه لري، د راتلونکو نسلونو
ساتندویان او د بشري ارزښتونو رېښتني پالندویان دي. د دوی درناوی د ولس درناوی دی
او د دوی پت د ولس پت دی.
د مدرسو تدریسي، اداري، رهایشي، نصاب،
تدریسي دود.. د کیفیت له پلوه باید معیاري شي، چې با کیفیته قرآنپوهان ټولنیز
جوړښت او فردي روزنه باکیفیته کړای شي.
معیاري استادان د قرآني روزنې له
لارې وګړي او ټولنې د مادي او معنوي پرمختیا او پراختیا له پلوه داسې لوړې کچې ته
رسوي چې ټول بشريت ته د هدایت سرچينه، د خیر او برکت ذریعه وي.
د قرآن کریم لفظي، ژباړیزه، معنیزه،
تطبیقي او منتجه زده کړه چې وسایل وي، لومړی درجه استعداد یې په دوه میاشتو کې، متوسط په ٦ میاشتو کې او ادنی استعداد يې یو کال کې زده کوي.
د قرآن کریم عملي، نظري او منتجې
زده کړې ته باید داسې تدریسي نصاب او دود غوره شي، چې د انسان عقلي، عاطفي او جسمي عمر سره په تړاو داسې ډلبندي او موضوعي شي، چې شاګرد له ژوند سره په تړاو قرآني لارښوونې زده کړي.
سالمه روزنه دې ته نه وايي چې د خبرو ځای ته دیني عالم د وچو او لمدو
د تایید او رد لپاره وړاندې شي، کارونه او چارې نور خلک پرمخ بوځي، شعارونه په ده
زمزمه او مشروع کړي.
یا يې د احساساتو کچه دومره لوړه شي، چې هر "خناس"ترې د "الناس" د
وهلو، ځپلو او وژلو جواز واخلي.
د تاریخ په اوږدو کې داسې یوه خوني
ډله نشته چې د ديني مدرسو د فارغانو مجوزین یې تر شا
نه وي، د اسلامي ګوندونو د خپلمنځي وژنو مجوزین د همدې ديني
مدرسو فارغان، نژدې وختونو کې
شورویانو زموږ په لکونو هدفمن او ژمن ځوانان د تورو تمبو شاته بندیان کړل د هغوی
پر ضد پاڅون کوونکيو ته يې" اشرار " وویل، حمزة البسیوني د اسلام ستوری سید قطب رحمه الله شهیدوي
او کلمه ورته تلقینوي، هغه ورته وايي: ته په لااله الا الله خوراک کوې او زه پرې
وژل کېږم، څنګه کلمه را تلقینوې؟ ایتالوي استعمارچیانو د لیبیا د خلکو پر مال، عزت
او شرف بریدونه کول، کله چې د اسلام ستر اتل عمر مختار يې مقابلې ته پاڅېده او
درانه تاوانونه ورواړول او د خپلو مظلومو وینو، اوښکو او خولو غچ یې ترې په پوره
مېړانه واخیسته ابوسعاد عمرمختار ته باغي "زعیم العصاة"[1] او موسولیني چې په
زرګونو بشري جنایتونو اخته و، "سیف الاسلام" ووایه، موږ باید د مدرسو نصاب دومره علمي او عزتمن کړو چې
فارغ یې د زر، زور او تزویر په لومه کې ونه نښلي د اشغال او استبداد لاسوند نشي.
موږ په افغانستان کې د څو لسیزو را
په دې خوا د مسلمانو تنظیمونو او ایزمونو د خپلمنځي، خوني اخ ډب شاهدان یو او د هر
یوه قاتل سره د خپل فکري مکتب فتوی شته او ځان پر حقه مقابل لوری ناحقه ګڼي.
که په دې پېړۍ که د ديني مدارسو لپاره لږ تر لږه يوه ګډه عزتمنه عاطفي احساس او
هوښياره عقلي ژبه پيداکړو، نو ډېر کار به مو کړى وي او که نه د مدارسو خپلمنځي شخړې به موږ په سیاسي، اقتصادي او
اخلاقي فساد کې دومره ښکېل کړي، چې ترې د وتو لار به رانه ورکه وي او تر هغه چې د
مدارسو عقلي او عاطفي ژبه یوه نشي د خوني سياستونو مخ نشي ډب کېدای.
خبرباید پوره اوهر اړخیز پلی شي، زموږ د شرمېدلې او بدرنګې ځوړتيا اساسي لامل په لاندې آیت کې دقیق
انځور شوی دی او له کړکېچ نه د وتلو یواځينۍ لار د قرآن کریم دهمدې آيت تطبیق دى
چې: «اَفَتُؤْمِنُوْنَ بِبَعْضِ الْكِتٰبِ وَ تَكْفُرُوْنَ
بِبَعْضٍ فَمَا جَزَآءُ مَنْ یَّفْعَلُ ذٰلِكَ مِنْكُمْ اِلَّا خِزْیٌ فِی
الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ یُرَدُّوْنَ اِلٰى اَشَدِّ
الْعَذَابِ وَ مَا اللّٰهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ».[2]
(ايا تاسې د كتاب پر يوه برخه ايمان راوړئ او
پر بله برخه يې كافر كېږئ؟ نو له تاسې نه چې كوم خلك داسې وكړي، د هغو سزا به له
دې پرته نوره څه وي چې د دنیا په ژوند كې ذليل او خوار اوسېږي او په آخرت كې د ډېر
سخت عذاب په لوري وروګرځول شي؟ الله تعالی ستاسې له دې كړنو څخه بې خبره نه دى).
No comments:
Post a Comment