پخواني دیني علماء او روغتیا


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

پخواني دیني علماء او روغتیا

امام شافعي رحمه الله هغه وخت دا ستونزه درک کړې وه، چې د حلال او حرام تر پېژندلو وروسته يې د طب علم مهم ګڼلی و او له مسلمانانو یې شكايت کړی و: (ضيعوا ثلث العلم، و وَكلوه إلى اليهود والنّصارى».[1] (مسلمانانو دریېمه برخه علم ضایع کړه یهودو او نصاراو ته یې وسپاره).

امام شافعي طب د ټول علم دریېمه برخه ګڼي او په دې خپه دی، چې د دې علم په اړه مسلمانانو خپله ژمنه د الله تعالی په وړاندې نه ده ادا کړې. د انسان روغتیا په اسلام کې دومره ارزښت لري، چې روغتيا يې د علم درېیمه برخه ګڼلې. که موږ خپل ذهني ځواک پر درېو برخو ووېشو او یوه برخه په طب کې وکاروو، زموږ ټولنه به له ډېرو خطرناکو ناورینونو څخه وژغورل شي او د نورو لپاره به د خیر او برکت سرچينه شو.

محمد بن زكريا الرازي، ابوبكر الرازي (251 - 313 ه = 865 - 925 م) د طب له مؤسسینو څخه دی. د (٢٣٢) کتابونو او مقالو خاوند دی.[2] ابن سینا بلخي[3] په (٣٧٠-٤٢٨) هـ کې د القانون فی الطب په شپاړسو ټوکو کې لیکلی دی، چې په اروپا کې يې Canonmedicina بولي.[4] د ابن بطولون الطب النبوي، د ابو نعیم الاصفهاني، د ابن نفیس او نورو اسلامي پوهانو لیکنې د اوسنیو ټولو علمي پرمختیاوو سرچينې دي.

ابن النفيس رحمه الله د وينې د جريان کاشف او د فزيولوژۍ مؤسس و. د وینې جریان اصلي کاشف ابن نفیس و. ویلیم هاروي (wiliam harvey) د طب او ژوند پېژندنې ستر، نړیوال نوښتګر عالم دی. په ١٥٧٨م کې د انګلستان د فولکستون زوکړى او ابو الحسن علاء الدین علی بن ابی الحزم القرشی الدمشقي چې په ابن نفیس یادېږي، په کال ۱۲۱۳م کې د دمشق په قزش ښار کې زېږېدلی او په ۱۷ دسمبر ۱۲۸۸م کال په ۷۵ کلنۍ کې وفات شو. ویلیم هاروي د ابن نفیس له وفات څخه ۲۹۰ کاله وروسته زېږیدلی، دواړه پخپلو کتابونو کې د انسان په بدن کې د وینې د جریان په اړه اثر لري.

ویلیم پخپل ستر علمي اثر (په حیواناتو کې د زړه حرکت او د وینې جریان) کې چې ۱۶۲۸م کال کې چاپ شوی دی، د وينې د جريان يادونه د ابن النفس په الفاظو کړې اما ورته منسوب کړی نه دی.

د ابن نفیس د ليکلي کتاب په اړه چې نږدې درې پېړۍ مخکې لیکل شوی او دا وخت موزیم کې خوندي دی، لویدیځ څېړندویان وايي، چې ویلیم دغه نظر د ابن نفیس له کتابه کټ مټ رانقل کړی او ځان ته يې منسوب کړی، د ویلیم د انګلیسي متن د ابن نفیس د عربي متن ژباړه ده.

زهراوي رحمه الله په ١٠٠٠م کې په جراحي طب کې (١٥٠٠) مخونه ليکنه کړې، چې پنځه سوه کاله اروپايانو ترې استفاده کړې او لومړى سړى و، چې د غړو او وينې د جريان ترمنځ اړيکې يې روښانه او د وراثت په اړه کره معلومات وړاندې کړل.

جابر بن حيان رحمه الله او ابن البيطار الاندلسي د دواګانو په اړه «الجامع لمفردات الادويه والاغذية». کتاب وليکه.

د افغانستان د علوم اکاډمي او پوهنتونونه دنده لري، چې په ملي ژبو د دې علماوو تاريخچې او کار نامې وليکي.



[1]. اما شافعي وايي: « لا اعلم علما بعد الحلال والحرام ، انبل من الطب ، الاآن اهل الکتاب قد غبلونا عليه» الذهبي ، شمس الدين محمد بن احمد بن عثمان بسير اعلام النبلاء ج ١٠ ، ص ٥٧.

[2]. محمد بن زكريا الرازي دكتور داود الجلبي الموصلي.

[3]. الزرکلى خير الدين بن محمود بن محمد بن علي بن فارس ، الزركلي الاعلام ج 5 ص ، 130 ليكلي دي: (طبی موضوعات خواره واره وو رازي راټول کړل. طب ورک و بقراط و مونده ، مړو جالنیوس ژوندی کړ نیمګړی و ، ابن سینا يې نیمګړتیاوې ور پوره کړې). عربي متن یې: كان الطب معدوما فأوجده بقراط ، وكان ميتا فأحياه جالينوس ، وكان متفرقا فجمعه الرازي ، وكان ناقصا فأكمله ابن سينا.

[4]. الزرکلى خير الدين بن محمود بن محمد بن علي بن فارس ، الزركلي الأعلام ج5 ، ص 132.


No comments:

Post a Comment