د قرآني ذکر ساتنه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د قرآني ذکر ساتنه

الله تعالی د قرآني ذکر ساتندوی دی، ساتنه او په دې پند د انسانانو پالنه الله تعالی پر ځان منلې.

د دې ذکر حفاظت د الله تعالی دی، خو تطبیق او عملي کول يې د بشر دنده او د کایناتو د پایښت او درنښت ذریعه ده ؛ ځکه چې بشري نېکمرغۍ په همدې کې نغښتې ده. الله تعالی بشر، بشري وړتیا او بشري اړتیاو له مخې په دقیقه او نه غلطېدونکې بڼه همغسې لارښوونې ورته رالېږلې دي. بشر که د ځان، فردي پایښت، اجتماعي درنښت او ټولنيز سعادت غواړي، باید قرآني پندونو ته فکري، علمي او عملي مراجعه وکړي. يا په بله ژبه قرآني ذکر بايد عملي کړي.

«إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ».[1]

(دا ذکر همدا موږ نازل کړی دی او همدا موږ یې ساتنه کوو).

د ذکر خاوندان دا مسؤولیت لري، چې د بشري ستونزو حل لارې د همدې ذکر په رڼا کې ومومي. هغه چې انسانيت له بحرانه نشي ایستلی، اهل ذکر نه دي. دا خو لا څه چې د بشريت اتمه برخه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم امتیان دي، د دوی د ټيټو اهدافو او محدودو نظریاتو له لاسه د یو بل په ځپلو او رټلو کې پېړۍ پېړۍ خپل وختونه، استعدادونه او امکانات ضایع کړي او د ذلت کندې ته یې یو بل ور غورځولي دي. بيا هم په دې جهل ځپلي چم کې ورته اهل ذکر وايي. له مادي او معنوي خطراتو څخه د خپلو ولسونو ژغورندویو عالمانو ته اهل ذکر وايي. عالمان د خطر او ضرر په اړه وړاندوينه کوي او ناپوهان له خطر نه وروسته خطر پېژني. نو ويلاى شو، چې د علماوو دنده احتمالي خطراتو ته د ولسونو ځيرمنول دي.

امام حسن البصري رحمه الله وايي: «اذا اقبلت الفتنة عرفها کل عالم و اذا ادبرت عرفها کل جاهل».[2]

( پوهان د جنجالونو له منځته کېدو نه مخکې وړاندوینه کوي او ناپوهان له جنجاله وروسته پوهېږي).

يعنې پوهان د جنجال نښې او عاملين او محرکين پېژني او د احتمالي خطراتو د نتائجو وړاندوينه کوي او ناپوهان له جنجاله وروسته تبصرې او شننه کوي، عالمان د نن په هېنداره کې سبا ويني او ناپوهان د نني بد مرغيو په هېنداره کې تېره زمانه ويني. پوهان هغه دي چې د نن ورځې د شته جریاناتو، پرمختیاوو، ناخوالو، تېروتنیو تېر ایستنو، کمیو، نیمګړتیاوو، فرصتونو، ننګوونو په آینه کې راتلونکی ژوند خلکو ته داسې دقیق انځور کړي چې هر څوک د خپل هېواد او خلکو اقتصادي، سیاسي، اجتماعي، صنعتي او زراعتي وضع ولیدلای شي، پوه ولسونه خپل راتلونکی د خپلو پوهانو په مخلصو عواطفو، هوښارو عقلونو او رڼو سترګو کې ګوري وروسته پاتې ولسونه د خپلو پوهانو د ریا او لفاظۍ په منتر کې هر څه معکوس ګوري، ارزوي او خپل برخلیک ټاکي.



[1]. الحجر: ۹.

[2]. بخاري ، جعفي ، محمد بن اسمعيل البخاري، التاريخ الکبر ، ج ۴ ، ص ۳۲۱.


No comments:

Post a Comment