لیکوال:محمدناصر حلیمي
معاملاتي رنځوران
له امام محمد رحمه الله نه پوښتنه وشوه، چې پر
زهد دې کتاب ونه لیکه؟ هغه ورته وویل: په معاملاتو کې مې لیکلي دي. بيا يې د الکسب
په نامه کتاب وليکه په هغه کې یوه جمله داسې ده چې (جمهور علماء باور لري چې د
اړتیا تر بریده کسب زده کول فرض دی).[1]
مسلمان مېشته هېوادونه بايد د دغسې معتبرو
فتواوو سره د میلیونونو کسبونو روزونکي او ښوونکي منتجه تطبيقي مرجع وای. خلکو باید اسلامي هېوادونو ته د
کسبونو زده کړې لپاره پناه راوړې وای. اسلامي هېوادونو کې غدر، خیانت، ظلم، اختلاس
د کسب د ترویج له لارې باید تړل شوي وای.
دلته د فساد پر ضد
ژبنۍ مبارزه کېږي چې قرآن ژبنی مبارزی ته منافقت وايي. ځکه په ژبني مبارزه کې غل،
مل او مظلوم ټول پر غلو لعنت وايي.
له خپل صلاحیت نه ناوړه ګټنه معاملاتي رنځ دی
او په چارو کې تېرایستنه، چل او درغلي معاملاتي رنځ دی اسلام له همدې رنځونو
څخه انسان ژغوري او په دې ډګرونو کې ورته سلامتیا بښي.
[1]. الشيباني ، محمد بن احمد
القيباني ، الكسب ، ص 44 عربي متن يي: ثمَّ
الْمَذْهَب عِنْد جُمْهُور الْفُقَهَاء رَحِمهم الله تعالی من أهل السّنة
وَالْجَمَاعَة أَن الْكسْب بِقدر مَالا بُد مِنْهُ فَرِيضَة.
No comments:
Post a Comment