۲. عبرتناک حقوقي انځورونه


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

۲.       عبرتناک حقوقي انځورونه

د سلیمان علیه السلام په کيسه کې هغه مرغه ته سیاسي، اجتماعي او روزنیزه پوهه، اداري او مسلکي روزنه ورکوي، د مرغه پوښتنه او پلټنه کوي، غیر حاضرۍ ته یې خواشینی دی او د مېږیانو د نظام پالنه کوي[1].

داؤد علیه السلام د زمانې پاچا دی، د بیت المال مال نه خوري، پخپل لاس کار کوي، لاندې حدیث ته ځیر شئ!. «عَنْ الْمِقْدَامِ رضي الله عَنْهُ عَنْ رسول الله ﷺ قَالَ مَا أَكَلَ أَحَدٌ طَعَامًا قَطُّ خَيْرًا مِنْ أَنْ يَأْكُلَ مِنْ عَمَلِ يَدِهِ وَإِنَّ نَبِيَّ الله دَاوُدَ عَلَيْهِ السَّلَام كَانَ يَأْكُلُ مِنْ عَمَلِ يَدِهِ».[2]

(مِقْدَام رضي الله عَنْهُ، د رسول الله صلى الله عَلَيْهِ وَسَلَّم نه روايت کوي چې: هېچا د خپل لاس تر ګټې ښه خوراک نه دی کړی. د الله تعالی پېغمبر داوود علیه السلام د خپل لاس ګټه خوړله).

داسې حقپال او عدل پال حکومت جوړولای او پرمخ وړلای شي چې د دولت لويې شخړې يې حلولې ان تر دې چې د شپون او بزګر په شخړه کې شپون او بزګر سيده پاچا ته لاسرسی پیدا کوي او خپله ستونزه ورسره له نږدې شریکوي[3].

یعقوب د سرکښو اولادونو حق اداء کوي، یوسف خپلو سرکښو او کینه کښو ورونو ته بښنه کوي، د رعیت حقونه په کره او پوره شکل حلوي، هره کورنۍ چې خپلو کې د تېر او هېر تعامل ولري، ولسونه ارامولای او عادلانه حکومتونه رهبري کولای او سمبالولای شي.

د مصر عزیز هڅه کوي چې پر خپل شرم پرده واچوي، خبره پټه کړي، ؛ خو وینځې او مریان د مالګې قدر نه پېژني، خبره رسوایۍ ته باسي او د مصر عزیز سیاسي رقیبانو ته د پراخه پروپاګند سند په لاس ورکوي.

دا موږ ته ښيي چې د انسان، په تېره د ماشومانو پالنه بايد په کور، کوڅه، مسجد، ښوونځي او پوهنځي کې په ډېره مینه وشي، وهل، رټل او ځپل پکې نه وي، ځکه له وهلو، رټلو او دګلو سره په انسان کې د مرییتوب او غلامۍ صفت وده کوي ؛ بیا د خپل کور، قام، ولس په پېر و پلور کې سودا بازي کوي او د خپلو خواخوږو رازونه غلیمانو ته رسوا کوي.

بیا د سلیمان علیه السلام په کيسه کې دا خبره بیخي ډاګيزه کوي چې ښکېلاکګران تل عزتمن خلک سپکوي د عزت وسائل او اسباب انحصاروي فقط د ځان په ګټه يې کاروي او د سپکاوي پر احساس روږدي خلک د واک ګدۍ ته د دې لپاره رسوي چې خپل ولسونه وځپي او د شخصیتونو د ځپلو له لارې پردۍ ګټې خوندي کړي.

ښکیلاکګر او نیواکګر هېوادونه چې هر هېواد نیسي، لومړی پکې فساد خپروي او بیا ذلیل النفس، د سپکاوي پر احساس روږدي خلک د واک ګدۍ ته رسوي او واکمني يې غځوي، دا هم موږ ته ښيي چې مريي خويه خلک تل کورنيو جنګونو ته لمن وهي، د قومي، مذهبي، ګوندي، نژادي تعصباتو په پارولو د ټولنې جاهلان او ناپوهان یو په بل ځپي او وهي.

«اِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِی الْاَرْضِ وَ جَعَلَ اَهْلَهَا شِیَعًا یَّسْتَضْعِفُ طَآىِٕفَةً مِّنْهُمْ یُذَبِّحُ اَبْنَآءَهُمْ وَ یَسْتَحْیٖ نِسَآءَهُمْ اِنَّهٗ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِیْنَ».[4]

(فرعون په ځمكه كې خپل ولس ټيټ او ځان يې لوړ کړه او خواره واره يې په ډلو سره ووېشل. یوه ډله يې په بله ځپله. هلكان يې وژل او نجونې يې ژوندۍ پرېښودلې. یقینا هغه له فساد كوونكو څخه و).

ګورو چې فرعوني چارواکي خپل فسادونه د ولسونو په جنګولو ترسروي. د ازادۍ په روحیه پالل شوي شخصیتونه تل د داخلي بشري، طبیعي، اجتماعي منابعو د ودې له لارې د خپلو ولسونو په درنښت او انکشاف خپل واک غځوي او مضبوطوي.

«قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ».[5]

(ملكې وويل چې: باچايان چې كله يوې سیمې ته ورننوځي ؛ نو فساد پکې خپروي او درانه خلك یې سپکوي او همدا يې كار دى).

نو دا چې سلېمان علیه السلام ځان واکمن نه ګاڼه، الهي احکام يې واکمن ګڼل، دوى يې په فساد کې ښکېل نه کړه، بلکې هر اړخيز انکشاف او پرمختيا يې وکړه.

د هدفمنو منصبوالو د نظري، عملي او منتجې پوهې او عفوې کچ چې څومره لوړ، تېر په هېر یې شعار وي څومره چې راتلونکو ته چمتو وي، هومره نظام له دننني او بهرني کړکېچه خوندي کوي، پر مخ ځي او واکمنان يې د راتلونکي او د تېر په نامه خلک له حاله نه بې پروا کوي او د راتلونکي په اړه يې نه نا امیده کوي. ريښتیني مشرتابه ته تېر، راتلونکي ته عبرت او حال د تیرو زیانونو جبران او د مستقبل لپاره عملي سیستمونه پنځوي.

د دولت د عالمانه رهبرۍ حق د عمل په ډګر کې څه دي؟ د عام پالنې له لارې څه ډول خوندي او پرمخ وړل کېږي؟ د مالونو عالمانه ساتنه. د ولس پالنې له لارې، حکومت له داخلي دبړه مارانو او بهرني ښکېلاکګرو څخه څه ډول وساتل شي؟ سورت یوسف يې ځواب راکوي:

«وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ فَلَمَّا جَآءَهُ الرَّسُولُ قَالَ ارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ فَاسْأَلْهُ مَا بَالُ النِّسْوَةِ اللَّاتِي قَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ إِنَّ رَبِّي بِكَيْدِهِنَّ عَلِيمٌ (٥٠) قَالَ مَا خَطْبُكُنَّ إِذْ رَاوَدْتُنَّ يُوسُفَ عَنْ نَفْسِهِ قُلْنَ حَاشَ لِلَّهِ مَا عَلِمْنَا عَلَيْهِ مِنْ سُوءٍ قَالَتِ امْرَأَةُ الْعَزِيزِ الْٰٔنَ حَصْحَصَ الْحَقُّ أَنَا رَاوَدْتُهُ عَنْ نَفْسِهِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ (٥١) ذَلِكَ لِيَعْلَمَ أَنِّي لَمْ أَخُنْهُ بِالْغَيْبِ وَأَنَّ الله لَا يَهْدِي كَيْدَ الْخَائِنِينَ (٥٢) وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّي إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَحِيمٌ (٥٣) وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ أَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِي فَلَمَّا كَلَّمَهُ قَالَ إِنَّكَ الْيَوْمَ لَدَيْنَا مَكِينٌ أَمِينٌ (٥٤) قَالَ اجْعَلْنِي عَلَى خَزَائِنِ الْأَرْضِ إِنِّي حَفِيظٌ عَلِيمٌ (٥٥) وَكَذَلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الْأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَاءُ نُصِيبُ بِرَحْمَتِنَا مَنْ نَشَاءُ وَلَا نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ (٥٦) وَلَأَجْرُ الْاٰخِرَةِ خَيْرٌ لِلَّذِينَ اٰمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ».[6]

(پاچا وويل ماته يې راولئ. كله چې استازى يوسف علیه السلام ته ورغی، نو هغه وويل: ' خپل پالونکي (پاچا) ته بېرته لاړشه او پوښتنه ترې وكړه، چې د هغو ښځو وضع څنګه ده چې خپل لاسونه يې پرې كړي وو؟ زما رب د هغو پر بدې نقشې ښه پوهیږي. 'باچا له ښځو پوښتنه وكړه' تاسې وئ، چې د مینې په لومه کې د يوسف علیه السلام د ښکېلولو هڅه كړې وه'؟ ټولو په يو آواز وويل'حاش لله، موږ ؛ خو په هغه كې د ذرې هومره بدي نه ده لېدلې '. د عزيز مېرمنې وويل' اوس حق ښکاره شو، دا هڅه ما کړې ده. هغه پوره ريښتونى دى'. (يوسف علیه السلام وويل) ' هدف مې دا و چې (عزيز) په دې وپوهېږي چې ما پسې شا له هغه سره خيانت نه و كړى او دا چې څوك خيانت كوي، الله تعالی د هغو چلونه د بري پر لار نه بیایي. زه خپل ځان نه ستایم، نفس خوبدۍ ته هڅوونكى دى ؛ مګر دا چې پر چا زما د رب رحمت وي، بېشكه زما رب ډېر نرم چلنى او لوراند دى. پاچا وويل:' ماته يې راولئ! چې ځان ته يې خاص كړم.' كله چې يوسف علیه السلام له هغه سره خبرې وكړې نو هغه وويل' اوس ما ته قدرمن او لوړ پوړی يې او ستا پر امین والي باوري یم '. يوسف ع وويل:' د هېواد خزانې را وسپاره، زه ساتونكى او عالم يم'. په دې توګه په هېواد يوسف علیه السلام واکمن كړ. هغه پخپله خوښه يې چېرته څه غوښتل، هغه يې کول. چاته مو چې خوښه شي، خپل رحمت ورپه برخه كوو، د ښو كسانو بدله موږ نه ضايع كوو او د آخرت اجر د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دى چې ايمان راوړي او د خداى له وېرې سره كار كوي).

په پورته آیتونو کې د اداري تشکیل ځانګړنې، د رهبر او مدیر ځانګړنې او د فعالو شخصیتونو رواني او کاري ځانګړتیاوې په نښه شوې دي.

زموږ په ناپوښتوني بازار کې داسی خلک هم ځان ته سیاستوال وايي چې د خپل ولس هډوکي شپېلوي، داسې هم شته د غصب، ظلم او فساد د کمېشن کارانو مشر دی.داسې هم شته چې پوهانو مخې ته يې خپلې دروازې تړلي، وربانه (دربان) يې پوه کړي، چې مراجعينو ته ووايي، چې: "جناب"مجلس لري.

هغه ولسونه چې له دنيوي او اخروي علومو څخه ښځمنې بې برخې کوي، اجازه نه ورکوي چې د دوې عقلي، روحي او جسمي انرژي د باکيفيته ښوونيز او روزنيز سيستم له لارې وکارول شي او مصرف شي، د دوی جسمي قوت، عقلي فعاليت او روحي وړتيا به له هوسه ځار شي، ټولنه کې نه نارينه او ښځينه د خېټې او فرج مرئيان شي.

د جنسي غريزې د کنترول لپاره ښوونځی، پوهنځی، مدرسه او نور ښوونيز ارګانونه ستر او نه هېرېدونکی نقش لري.



[1]. النمل:١٥-٤٤ پوری وګورئ.

[2]. بخاري جعفي محمد بن إسماعيل، (الجامع الصحیح)، صحيح البخاري ج 3 ، ص 57.

[3]. حليمي محمد ناصر ، د عادلانه حکومت سمبولونه په قرآن کې ص ۶۶.

[4]. القصص: ۲.

[5]. النمل: ۳۴.

[6]. یوسف: ۵۴-۵۷.


No comments:

Post a Comment