لیکوال:محمدناصر حلیمي
اعتقادي رنځوران
پخوا او
اوس هم اعتقادي رنځوران عقيده د کينې، رخې، بدبينۍ د غوټو پرانستلو او نورو ته د تور، پېغور او سپکاوي په توګه کاروي. احمق، ناپوه او ړانده احساسات پخپلو
ساحرانه الفاظو سره د ناروا رقابتونو ترسرنې لپاره پر ځان را غونډوي.
د کار او
فعاليت کچه يې صفر او کاذبې ادعاوې يې تر سل سلنې پورته وي، اما محمدﷺ عقيده د
اللَّه، بشر او کایناتو د حقونو د ادا يو عقد او تړون وګڼله، چې په دې عقيده الهي، بشري او د کايناتو حقوق په کره او پوره
بڼه اجرا شي.
که د
انسانانو د ژوند، عقل، مال، حیثیت، روغتیا، ښوونه او په نورو حقوقي ډګرونو کې هر
عنوان پرتلیز او مقایسوي غوره شي، د محمدﷺ تعليمات او عملي اقدامات به په هر ډګر
کې تر هرحقوقي اتل پورته او سپېڅلي وي او حتی د مقایسې وړ نه دي.
عقيده يې
داسې راوښوده، چې د دنیا د مادي او معنوي ودانۍ له لارې د جنت هسکو منزلو ته ځانونه ورسوو.
پر الله
تعالی داسې باور ولرئ چې يواځې د هغه بنده ګان او د بنده ګانو خادمان ياست او بس.
نه به څوک
مريي کوئ، نه به د چا مريي کېږئ. نه به څوک د چا مريينې ته پرېږدئ او نه به چا ته د مريېنې
لار هواروئ.
ربعي بن عامر رضى الله عنه د رستم په ارګ کې د رستم پلويانو
ته وويل: «راغلي يو چې د الله تعالی بنده ګان د بنده ګانو له بندګۍ څخه وباسو او د
الله تعالی بنده ګان يې کړو. د دنیا له تنګسۍ نه يې د آخرت پراختیا او د ادیانو له
ظلمونو، د اسلام عدل ته بوځو». [1]
عمر رضي الله عنه وايي: «ترڅو به خلک مريانوئ حال دا چې ميندو يې ازاد
زېږولي دي».[2]
[1]. الطبري ، محمد بن جرير بن يزيد
بن كثير بن غالب الآملي ، أبو جعفر الطبري ، تاريخ الرسل والملوك ، ج3 ، ص 520. عربي متن يې: « الله تعالی ابْتَعَثَنَا ، وَاللَّهُ جَاءَ
بِنَا لِنُخْرِجَ مَنْ شَاءَ مِنْ عِبَادَةِ الْعِبَادِ إِلَى عِبَادَةِ اللَّهِ ،
وَمِنْ ضِيقِ الدُّنْيَا إِلَى سِعَتِهَا ، وَمِنْ جَوْرِ الأَدْيَانِ إِلَى
عَدْلِ الإِسْلامِ».
[2]. السيوطى عبد الرحمن بن أبي بكر ، جلال الدين ، جامع الأحاديث ج 25 ، ص 472 عربي متن يې: « مذ كم تعبدتم الناس وقد ولدتهم أمهاتهم أحرارا ».
No comments:
Post a Comment