لیکوال: محمدناصر حلیمي
د هر کار تر شا یوه
انګېزه پرته وي؛ خو دا چې قرآن کریم دروند پېټی، د
حقونو د اداء یو پرله پسې عملي جریان دی، پر آخرت د پاخه ایمان له انګېزې پرته نشـي وړل کېدی. هر انسان هومره قران تطبيقولای
شي، څومره چې پر آخرت عاقلانه او له عقدې پاکه عقيده، د اعتقاد تر څنګ پر الله
اعتماد لري او الله تعالی ډېر يادوي.
محمد ﷺ پر الله تعالی او
آخرت د پیاوړي ایمان له لارې قرآن کریم عملي کړ او موږ یې هم له همدې دوو پرته نشو
پلي کولای: «لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِیْ رَسُوْلِ اللّٰهِ اُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَنْ
كَانَ یَرْجُوا اللّٰهَ وَ الْیَوْمَ الْاٰخِرَ وَ ذَكَرَ اللّٰهَ كَثِیْرًا». [1]
(د الله تعالی رسول تاسو
لپاره د ژوند په هر ډګر کې غوره نمونه دی، هغه چا ته
چې پر الله تعالی او آخرت د ورځې هېله من وي او الله
تعالی ډېر ډېر ياد كړي).
No comments:
Post a Comment